استنبول۔13دسمبر(اے پی پی) د اطلاعات ٬ خپرونو ٬ قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د پا??ستان او تركيه په ګډه د دستاوېزي فلمونو جوړولو او د شريكو خپرونو وړاندېز وركولو سره وئيلي دي پا??ستان او تركيه كښې بلها ټېلېنټ موجود دے ، په پا??ستان كښې د تركيه ډرامې او فلمونه زيات خوښولې شي۔ دا خبره ده د تركيه د قامي ټي ??ي چېنل ” ټي آر ټي ??رلډ” هېډ كوارټرز دورې په مهال ډي جي انټرنېشنل براډ کاسټ عمر فاروق تنیویردی سره ملاقات كښې وكړه۔ په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ميډيا په څانګه كښې په دوه اړخيزه مرسته ٬ په ګډه د فلمونو جوړولو او د سېلګرۍ ودې په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقی وزیر ووئيل پا??ستان تركيه سره د ورورولۍ اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه دا اړيكې په شريكو تاريخي ٬ مذهبي او كلتوري اقدارو اډانه لري۔ ??ه ووئيل د تركيه حكومت سره د ډرامو او دستاوېزي فلمونو شريك پروډكشن په اړه اړوندې لوظنامې زمونږ د ستراتېجيكي فرېم ورك برخه دي۔ وفاقي وزیر ووئيل په پا??ستان او تركيه كښې بلها ټېلېنټ موجود دے۔ په ګرمايئ اولمپکس كښې د 92.97 میټر جیولین تھرو ریکارډ جوړؤنكې پا??ستاني زلمي ارشد نديم ذكر كولو سره وفاقي وزير ووئيل د ارشد ندیم قيصه زياته متاثر كونكې ده٬ مونږ په داسې ځوانانو دستاوېزي فلمونه جوړولې شوو۔ په پا??ستان كښې د شندور پولو فيسټول په اړه خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل شندور پولو فیسټول سره سېلګرۍ او كلتور سره سره لوبو ته وردې وركولو له هم مرسته ترلاسه كيږي۔ ??ه ووئيل شندور پولو فیسټول د نړۍ تر ټولو اوچت ځاے كښې كېدونكے پولو مېچ دے۔ ??ه ووئيل پي ټي ??ي ورلډ سره په ګډه په شندور پولو فیسټول دستاویزی فلم ګردې نړۍ ته وړاندې كېدے شي۔ وفاقی وزیر د ټی آر ټی ورلډ او د پاکستان ټېلی ویژن د شريكو خپرونو وړاندېز هم وركړو۔ په ملاقات كښې د اطلاعات وفاقي وزير د مقبوضه كشمير مسئله رامخې ته كولو له په كشميري اولس روانو ظلمونو سره د اړوندو ډیجیټل دستاو??زي فلمونو جوړولو په ضرورت هم زور راوړو۔ وفاقي وزیر د ټي آر ټي ??رلډ د بېلو څانګو دوره هم وكړه۔