پېنډی۔3 دسمبر(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكرجنرل سيد عاصم منېر وئيلي دي د پاكستان وسله وال ځواكونه د قام په مرسته د ټولو خطرو په ضد د مورني هېواد د سيمه ايزې سلامتيا او خپلواكۍ حفاظت كولو بشپړ صل??حي?? لري۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پاك پوځ سرلښكر په نارووال او سيالكوټ كښې د فيلډ مشق دورې په مهال خطاب كولو۔ سرلښكر ته د مشق مق??د او د دې د تابيا په اړه بشپړ بريفنګ ورك??ے شو۔ د مشق په مهال د آرمر، انفنټري، میکانائزډ انفنټري ، آرټلري ، ایئر ډیفنس، آرمي اېوي اېشن او د اېنټی ټېنک ګائیډډ میزائل یونټس لوا فائر او مېنېوور آپرېشنز وك??ے شول۔ په دې مشق كښې د جنګي صل??حي??ونو او معلوماتي آپرېشنز په فعاله توګه د كارولو څرګندونه هم وكړې شوه كوم چې د دښمن په مواصلات كښې د خلل اچولو او د مېدان جنګ په چاپېريال كښې د ناسمو معلوماتو د تګلارې مق??بله كولو له ډيزائن ك??ے شوے۔ د پوځ سرلښكر ټوله ورځ د پاك پوځ ځوانانو سره پاتې شو۔ ده د هغوي د تربيتي معيار ٬ آپرېشنل تیارۍ او لوړو حوصلو ستائنه وكړه۔ ده په مشق كښې ګډون كوؤنكو سره خپلو خبرو كښې د مخالف قوتونو لخوا د كومې هم ممكنه خطرې مق??بلې له د مستقل چمتوالي بحال ساتلو په اهميت زور راوړو۔ دې څخه وړاندې د مشق سيمې ته په رسېدو د پاك پوځ سرلښكر ته د ګوجرانواله كور كمانډر او انسپکټر جنرل آف ټرېننګ اېنډ ایویلیواېشن تود هركلے اووې۔