اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي مونږ ټول به په ګډه د پوليو غوندې چېلنج له ماتې وركوو٬ډېر زر به پاكستان د پوليو نه پاك هېواد جوړ شي۔د و??يراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د پوليو اوورسائيټ بورډ پلاوي سره ملاقات وكړو۔پلاوي كښې د بل اینډ میلینډا ګیټس فائونډیشن استازي کرسټوفر ایلیاس،?? روغتيا نړيوالې ادارې ډبليو ايچ او ریجنل ډائرې??ټر ډا??ټر حنان بلخي ، د یونیسیف روزا ریجنل ډائریکټر سنجے وجیسیکارا ، د سینټر فار ډیزیز کنټرول اینډ پریوینشن ډپټی ډائرې??ټر ايډریا فرسډټ،?? روټری فائونډیشن ټرسټي و نیشنل چ??ئر عزیز میمن، د کنګ سلمان هیومنیټیرین اینډ ریلیف سینټر ډا??ټر زیاد میمش او د کے ایس ریلیف هیلتھ و انوائرمنټل ایډوائزر ډا??ټر عبداللہ صالح شامل وو۔ وزيراعظم پاكستان ته په راتګ او د پوليو ختمولو په هڅو كښې د پاكستان په مرسته كولو د پلاوي مننه وكړه۔وزيراعظم د كنګ سلمان فاؤنډېشن٬بل اينډ ميلينډا ګيټس فاؤنډېشن٬روټري فاؤنډېشن٬يونيسيف او د سي ډي سي مننه وكړه كومو چې د پوليو مخ نيوي كمپائن كښې د پاكستان حكومت سره مرسته كړی٬وزيراعظم ووئيل مونږ له به په ګډه د پوليو پشان چېلنج له ماتې وركول وي۔پاكستان به ډېر زر پوليو فري هېواد جوړ شي۔وزيراعظم د پوليو ختمولو لپاره د ټولو اعلٰی وزيرانو او چيف سېكرټرانو كاركردګي وستائېله۔پلاوي د پوليو مخ نيوي كمپائن په اړه د و??يراعظم او د هغه د ډلې هڅې وستائېلې۔په ملاقات كښې د و??يراعظم د قامي روغتيا صلاحكار ډا??ټر مختار احمد برته٬د و??يراعظم د پوليو مخ نيوي فوكل پرسن عائشه رضا فاروق او اړوندو اعلٰی افسرانو ګډون وكړو۔