اسلام آباد 22 اکتوبر(اے پی پی)د وزيراعظم د قامي روغتيا كوآرډينېټر ډاكټر مختار احمد بهرته وئېلي دي د اكتوبر 28مې نېټې څخه په ټول هېواد كښې د پوليو كم??ائن پېل كېږي٬د وزيراعظم په مشرۍ كښې د پوليو خاتمه زمونږ وړومبۍ قامي ترجيح ده۔د دې ??يالاتو څرګندونه ده د وزيراعظم د پوليو مخ نيوي فوكل پرسن عائشه رضا فاروق سره د ملاقات په مهال وكړه ۔دوي د پوليو موجوده صورتحال او را??لونكي كم??ائن تيارو په اړه جائزه واخسته۔په دې مهال د نېشنل اي او سي مشرۍ لخوا تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ده ووئيل د پوليو مخ نيوي كم??ائن په مهال 4 كروړ 50 لكه څخه زياتو ماشومانو ته به د پوليو ويكسين وركولې شي۔د پوليو خاتمې لپاره په بېړني بنيادونو ضروري اقدامات كېږي۔د وائرس په وخت تشخيص لپاره موثر سرويلنس نظام قائم دے۔ده ووئيل را??لونكي د پوليو كم??ائن كاميابۍ لپاره يو موثر روډ ميپ ترتيب كړے شوے٬ترتيب شوې حكمت عملۍ له مخې عملي اقدامات كېږي۔ده ووئيل د هائي رسك ايرياز لپاره وفاق او صوبو په ګډه يو مربوط حكمت عملي جوړه كړې۔د پوليو وائرس خپرونې مخ نيوي لپاره ټول وسائل او صلاحيتونه كارولې كېږي٬د پوليو بشپړه خاتمه زمونږ قامي مقصد دے٬ د وائرس سركولېشن مخ نيوي لپاره مربوط حكمت عملۍ له مخې اقدامات كېږي٬د معمول حفاظتي ټيكه جات كوريج ښه كولو لپاره هر ممكن اقدامات كوو۔ده ووئيل وفاقي او صوبائي حكومتونه د پوليو خاتمې لپاره په شريكه حكمت عملۍ عمل كوي٬والدين دې ?? پوليو كم??ائن په مهال خپلو ماشومانو ته د پوليو مخ نيوي څاڅكي وركړي دغسې چې هغوي د مستقل معذورۍ څخه محفوظ پاتې شي٬د پوليو خاتمې لپاره د وړا??دې نه زيات قوي عزم لرو ۔په دې موقع د وزيراعظم د پوليو مخ نيوي فوكل پرسن عائشه رضا فاروق ووئېل د كامياب پوليو كم??ائن كولو څخه د پوليو خاتمه ممكن ده٬د فرنټ لائن وركرز خذمات ته پېرزوينې وړا??دې كوو۔دې ووئيل پوليو وركرز ستاسو ماشومان د مستقل معذورۍ څخه مخفوظ ساتلو لپاره ستاسو درشل ته راځي۔پوليو وركرز ته هركلے وائې او هغوي سره بشپړه مرسته وكړۍ۔۔دې والدين ته خواست وكړو چې خپل 5 كاله څخه كم عمر ماشومانو ته د پوليو څخه د بچ كېدو ويكسين لازمي وركړۍ