اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف سره نوموړي اسلامي سكالر ډاكټر ذاكر نائيك ملاقات وكړو۔ په دې موقع وزيراع??م ووئيل اسلام د امن دين دے او ذاكر نائيك د اسلام ر??ښت??نے پېغام خلقو ته د رسولو يوه مهمه فريضه ترسره ??وي?? د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا و نګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم د پاكستان دورې په كولو د ذاكر نائيك هركلي سره ووئيل اسلامي نړۍ به تا وياړي ۔ دا خبر?? ډېره د خوشحالۍ ده چې ستا د بيانونو په اورېدونكو كښې لويه شمېره د ځوانانو ده۔ وزيراع??م ووئيل زه هم ستا لېكچر ډېر په شوق سره اورم كوم چې زيات اثر لرونكے دے۔ وزيراع??م ووئيل زه په دې هم خوشحاله شوے يم چې ستا ځو?? هم ستا په قدم روان دے او د اسلام خذمت ??وي?? وزيراعظم په دې موقع په كال 2006 كښې ډاكټر ذاكر نائيك سره د خپل اولني ملاقات ذكر وكړو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې ډاكټر ذاكر نائيك ووئيل ما په كال 1991 كښې د پاكستان اولنۍ دوره كړې وه او تر دې دمه هغه يادونه زما به ذهن كښې تازه پراته دي۔ ده ووئيل پاكستان د نړۍ هغه يوازينې هېواد دے كوم چې د اسلام په نامه جوړ شوے٬ اسلام د ژوند يوه بشپړه تګلاره وړاندې كوي كومه چې په هره چاره كښې انسان ته لارښودنه ??وي?? وزيراع??م ووئيل كه مونږ د اسلام په لاره ځوو نو كامياب به يؤ۔ ده ووئيل دا زما پېغام دے چې په ګرده نړۍ كښې د اسلام پېغام عام كړم۔ ډاكټر ذاكر نائيك وزيراعظم خبر كړو چې زه به د اسلام آباد په شمول كراچۍ او لاهور كښې لېكچرز وركوم۔ دغسې وزیراعظم ډاكټر ذاكر نائيك لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ډاكټر ذاكر نائيك ووئيل نن زما پاكستان ته د راتللو خواهش ترسره شو په كوم چې زه زيات خوشحاله شوم ۔ ده ووئيل د پاكستان اولس اسلام سره ژور عقيدت لري۔ نن پاك پروردګار زما خواهش پورا كړو او زه د پاكستان په اولنۍ سركاري دوره راغلے يم۔ په دې زه د پاكستاني حكومت مننه كوم كوم چې ماته د دې دورې بلنه راكړې وه۔ ده ووئيل د پاكستان يوه خصوصي درجه ده ٬ د پاكستان د بېلو ښارونو دوره به كوم ٬ علماﺀ كرامو سره به ملاقاتونه كوم او پبلك لېكچر به وركوم۔