كراچي 23 ستمبر (اے پي پي)د قطر اميري د بحريه جهاز الخور د كراچۍ دوره وكړه٬د پاك بحريه افسرانو او ځوانانو د قطر جهاز تود هركلے وكړو۔د پاك بحريه لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د دورې په مه??ل د قطر ب??ري جهاز كمانډنګ افسر د قائد په مزار حاضري وكړه۔ده د پاكستان فليټ كمانډر وائس اېډمرل فيصل عباسي سره هم ملاقات وكړو۔د ملاقات په مه??ل د قطري ب??ري جهاز كمانډنګ افسر په منطقه كښې د امن او سلامتيا وده كښې د پاك بحريه هڅې وستائېلې۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې او په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔قطري جهاز به د خپلې دورې په مه??ل مشق اسد البحر او شريكه تربيه او تبادله كښې برخه ??خل??۔د قطري جهاز دا مهمه دوره نه يوازې پاكستان او قطر ترمينځه قوي سفارتي اړيكې رامخې ته كوي بلكې دفاعي او شريكو اړيكو ته د لا ودې وركولو موقع وركوي