اسلام آباد۔23 اګست(اے پی پی) د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمين علامه راغب حسين نعيمي په رحيم يار خان كښې په پوليس وينز د ډاكوانو لخوا د ترسره شوي بريد غندنه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د اسلامي نظرياتي كونسل لخوا د جاري شوي بيان له مخې د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن د دې بريد په نتيجه كښې د پوليس ??هل??ارو په ځاني زيان د ژور غم او دړد څرګندونه او ژو??ل شوو پوليس ??هل??ارو لپاره د زر روغتيا دعا كړې ده۔ ده د شهيد پوليس ??هل??ارو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ ده ووئيل د پوليس ??هل??ارو د ځاني زيان خبر په اورېدو ??ې زړه زيات خفه شوے دے٬ د غم او دړد په دې سخت وخت كښې مونږ غمجنيو كورنيو سره يؤ۔ ده ووئيل پوليس او امنيتي ځواكونو په هېواد كښې د ترهګرۍ خاتمې او امن په ځاے كولو له ځانګړې قربانۍ وركړي دي٬ د شهيد پوليس ??هل??ارو وينه به بې ځايه نه ځي۔ ده ووئيل د هېواد او قام په حفاظت د مامور ??هل??ارو ژوند سره لوبې كوؤنكي د كوم رعايت مستحق نه دي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار د?? شهيد پوليس ??هل??ارو له په جنت كښې لوړې درجې او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم توفيق وركړي۔