پېنډۍ27 مئي (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د خېبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو كښې د اپرېشنز په مهال 23 ترهګر وژلي او په دې موقع د ډزو په تبادله كښې د پاك پوځ كېپټن پشمول 7 كسان شهيدان شو??۔ د آئي اېس پي آر له مخې تېره شپه امنيتي ځواكونو خېبر پښتونخوا كښې په درېو جلا جلا عملياتو كښې 23 ترهګر ووژل٬ د مئي په 26مه نيټه د پېښور ضلعې په حسن خېل سيمه كښې په استخباراتي اطلاع عمليات وكړے شو?? چرته چې امنيتي ځواكونو شپږ ترهګر ووژل او د ھغوي يو شمېر ژالې ئې ړنګې كړې٬ په دغه آپريشن كښې کيپټن حسېن جهانګير او حوالدار شفيق الله شهيدان شو?? ۔ دغسې امنيتي ځواكونو په باغ سيمه كښې د كاروائۍ په مهال 2 ترهګر وژلي٬ درېمه كاروائي د خېبر ضلعې په باغ سيمه كښې وشوه چرته چې 7 ترهګر وژلې شو?? او د ډزو په تبادله كښې پنځه مېړني ځوانان نائيك م??مد اشفاق بټ، لانس نائيك سيد دانش افکار، سپاهي تېمور ملك، سپاهي نادر صغير او سپاهي م??مد ياسين شهيدان شو??۔ وژلے شو?? ترهګرو څخه په لويه كچه وسله او ګوله بارود سره سره چاٶدېدونكې توكې هم برامد شو??٬ ترهګر امنيتي ځواكونو سره سره د بې ګناه وګړو په ضد د ترهګرۍ په يو شمېر كاروائيو كښې هم ككړ و??٬ په سيمه كښئ د ترهګرو خاتمې لپاره سيني ټائزيشن آپريشن روان دے۔ د آئي اېس پي آر له مخې امنيتي ځواكونه هېواد څخه د ترهګرۍ لعنت خاتم?? له عزم لري او زمونږ د مېړنو عسكرو دا ډول قربانۍ زمونږ عزم لا قوي كوي۔