اسلام آباد 16 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شه??ازشريف وئيلي دي سعودي عرب په هره سخته كښې تل د پاكستان ملګرتيا كړې٬ پاكستان په شريك تجارت او د سرمايه كارۍ په څانګو كښې مرستې ته وده وركول غواړي، د سعودي خارجه وزير په مشرۍ كښې د پلاوي دورې سره د پاك سعودي ستراتېژك او تجارتي شر??كت??ارۍ نوے دور پېل شو۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د سعودي خارجه وزير شه??اده فېصل بن فرحان السعود په مشرۍ كښې پلاوي شه??از شريف سره په وزيراعظم هاٶس كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقع د سعودي خارجه وزير فېصل فرحان السعود د پاكستان او سعودي اړيكې قوي كولو او تجارتي او د سرمايه كارۍ شركتدارۍ ته لا وده وركولو لپاره د سعودي د عزم پخلے وكړو ۔ د سعو??ي په پلاوي كښې تجارت او سرمايه كارۍ لپاره نائب وزير انجينئر ابراهيم بن يوسف المبارك، د ماحوليات ٬ د آبي وسائلو او كر كېلې وزير انجنيئر عبدالرحمن بن عبدلامحسن آلفضلي، د صنعت او معدني وسائلو وزير انجنيئر بندر بن ابراهيم بن عبدالله آلخريف او د سعودي لوړ پوري او سفارتي اهلكار شامل وو٬ په دې موقع وفاقي وزيران اسحاق ډار، خواجه محمد آصف، سيد محسن رضا نقوي، جام کمال خان، رانا تنوير حسېن، عبدالعليم خان، ډاکټر مصدق ملك، سردار اوېس خان لغاري، د منصوبه بندۍ دوهم چيئرمېن محمد جهانز??ب خان، د قامي اسمبلۍ غړې رومينه خورشيد عالم او حكومتي چا??واكي هم موجود وو۔ په دې موقع وزيراعظم د پلاوي پاكستان ته د راتګ هركلے وكړو او د سعودي قيادت خادم الحرمين شريفين سلمان بن عبدالعزيز آل سعود او شه??اده محمد بن سلمان آل سعود لپاره ئې د نيكو هيلو د هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم د سعو??ي پلاوې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ د پراخه استعداد په اړه خبر كړو۔