اسلام آباد۔8 فروری(اے پی پی)په پرېس انفارمېشن ډیپارټمنټ كښې د خبريالانو اسانۍ لپاره جوړ كړے شوے”میډیا کوآرډینیشن اېنډ فېسلی ټېشېن سېنټر“ په بشپړ ډول فعال دے۔ پی آئی ډی څخه د زيارت په ورځ د خپور شوي پرېس ريليز ??ه مخې په میډیا سېنټر كښې د خبريالانو آسانۍ لپاره هائی سپیډ انټرنېټ، نوې کمپیوټرې، لېپ ټاپس، پرنټر، سکېنرز، ای?? ای ډیز او اېس اېم ??یز موجود دي۔ په میډیا سېنټر كښې د خبريالانو مرستې له د پی آئی ډی تربيه شوې عم??ه او افسران موجود دي۔ میډیا سېنټر د اېس اېم ??یز د لارې د الېکشن کمېشن ” الېکشن سټی“ سره هم د منسلك كولو انتظام شوے دے او د ټولټاكنو د كورېج په مهال د خبريالانو د شكايتونو په وخت ازالې لپاره د اطلاعاتو په وزارت كښې Helpline-MoIB هم په بشپړ ډول فعال دے۔ خبريال د mediahelpline.moib.gov.pk د لارې خپل شكايتونه درج كولې شي۔ شکایت درج كولو لپاره ټېلیفون هېلپ لائن0519252287 هم فعال كړے شوے دے۔ د اسلام آباد او د څلورو واړو صوبو سرښارونو په شمول په 7 ښارونو كښې ميډيا سېنېټرز جوړ كړے شوي دي۔ په دې سېنټرز كښې اړونده عم??ه 24 ساعته خپل خذمات ترسره كوي۔ د ټاكنو په ورځ پولن?? سټېشنز ته تلونكو خبريالانو لپاره د ټرانسپورټ انتظام هم موجود دے۔