اسلام آباد۔18جنوری(اے پی پی) پاکستان د زيارت په سهار سيستان و بلوچستان كښې د مخصوصو هدفونو په ضد بشپړه پوځي عملياتو كښې د ترهګرو پټنځايونه په نخښه كړل۔ د “مرګ برسرمچار” په نوم په استخباراتو اډانه عملياتو كښې يو شمېر ترهګر ووژلې شوو۔ د خارجه دفتر وياندې لخوا د جاري شوي بيان له مخې پاكستان د تېرو څو كلونو په مهال ايران د پاكستاني نژاد ترهګرو د ايران دننه حكومتي عملدارۍ څخه بهر سيمو كښې د خوندي پټنځايونو په ??ړه خپلې اندېښنې څخه پرله پسې خبر ساتلے دے۔ پاكستان د دې ترهګرو د موجودګۍ او د دوئي د فعاليتونو په ??ړه كوټلي ثبوتونو سره ډوزيئرز هم شيئر كړي۔ بياهم زمونږ په سنګينو تحفظاتو د عمل نه كېدو د لاسه دې سرمچارو د پاكستاني وګړو وينه تويوله۔ دا كارروائي د دغه سرماچارو لخوا په ممكنه توګه په لويه كچه د ترهګرو كارروائيو په ??ړه د مصدقه استخباراتو په رڼا كښې وكړې شوه۔ د خارجه دفتر وياندې له مخې دا كارروائي د پاكستان د ټولو خطرو په ضد د خپلې قامي س??ام??يا د تحفظ او د دفاع مضبوط عزم عكاسي كوي۔ د دې پېچلې عملياتو كاميابۍ سره كېدل هم د پاكستان د وسله والو ځواكونو د پېشه ور مهارت ښكاره ثبوت دے۔ پاكستان به د خپل اولس تحفظ او س??ام??يا لپاره ټولو ضروري ګامونه پورته كوي۔ وياندې ووئيل پاكستان د ايران د خپلواكۍ او سيمه ايزې س??ام??يا بشپړ احترام كوي۔ د نني عمل يوازينې مقصد د پاكستان س??ام??يا او قامي ګټه وه كومه چې زمونږ لپاره تر ټولو مقدم ده او د كومې چې كومه سودا كېدې نه شي۔ وياندې ووئيل د نړيوالې ورورولۍ د يو ذمه وار غړي په حېث پاكستان د غړو هېوادونو د سيمه ايزې س??ام??يا او خپلواكۍ په شمول د ملګرو ملتونو د چارټر د اصولو او مقاصدو خيال ساتي۔ د دې اصولو په رڼا كښې او د نړيوال قانون دننه خپل جائز حقونه كارولو سره پاكستان به كله هم چاته په كوم جواز يا حالاتو كښې د خپلې خپلواكۍ او سيمې ايزې س??ام??يا د چېلنج كولو اجازه ورنكړي۔ وياندې ووئيل ايران يو ورور هېواد دے او پاكستانې اولس ايراني اولس لپاره د احترام او مينې جذبه لري۔ مونږ تل د ترهګرۍ لعنت په شمول په مشتركه چېلنجونو قابو موندلو له د خبرو اترو او همكارۍ په اهميت زور راوړے دے او مونږ به د دې مشتركه حل لټولو له هڅې روانې ساتؤ۔