اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ نګران وفاقي وزير محمد سميع سعيد په مشرۍ كښې د نهې په ورځ د خوراكي تو??و بيعې جاج اغستو لپاره د نېشنل پرائس مانيټرنګ كمېټۍ غونډه شوې چې پكښې د منصوبه بندۍ سېكرتري ، اېډيشنل سېكرټري ٬ د شماريات ډويژن چيف٬ د فېډرل بورډ آف ريونيو٬ د فوډ سكيورټي وزارت٬ صوبائي حكومتونو٬ ډرېډنګ كارپورېشن آف پاكستان٬ يوټيلټي سټور او نورو اړوندو شراكتدارو او ل??ړ پورو ګډون كولو۔ په دې موقع د شماريات ډويژن چيف غونډه د بيعو صورتحال نه خبر كړه۔ په دې موقع وفاقي وزير د فوډ سكيورټي وزارت ته پاكستان پولټري اېسوسي اېشن سره د پولټري مصنوعات مسئلو پ?? ګوته كولو او د دغې د حل كولو امر هم وكړو۔ ده صوبائي حكومتونو او آئي سي ټي انتطاميه ته هم امر وكړو چې د ضروري تو??و پ?? اسانۍ سره شتون باوري كړي او د روژې لپاره په راتلونكې غونډه كښې د استعمال خاص څيزونو د طلب او رسد د صورتحال رپورټ هم وړاندې كړي ۔