اسلام آباد۔6جنوری(اے پی پی) کابینې د 9 مئی 2023 پېښو پلټنيو او وړاندېزونو لپاره كمېټي جوړه كړې ده۔ د کابینه ډویژن لخوا د جاري شوي نوټيفكېشن له مخې د قانون او ا??صا?? نګران وفاقي وزير به د كمېټۍ کنوینئر وي او د داخله چارو ٬ د اطلاعاتو او خپرونو او د بشري حقونو نګران وفاقي وزيران به د كمېټۍ غړي وي۔ د كومې مسئلې حل كولو له به په كمېټۍ كښې نوے غړے هم شاملېدے شي۔ د نوټیفکېشن له مخې كمېټي به د 9 مئی 2023 پېښو پلټنې ٬ په دې كښې د ككړو ٬ ماسټر مائنډ ٬ منصوبه سازي كوؤنكي او سهولت كارو شناخت كولو سره سره په دې پیښو كښې د ككړو وګړو او ددوئي د ككړ كېدو د سببونو جاج اخلي۔ د ټی او آرز له مخې كابينه كمېټي به د پېښو په اړه يو ر??ور?? او وړاندېزونه مرتب كوي دغسې چې په سباؤن كښې دې ډول پېښو مخنيوي وكړې شي۔ داخله وزارت به كمېټۍ سره سېکریټریل مرسته كوي۔ كمېټی به 14 ورځو كښې خپل وړاندېزونه او ر??ور?? مرته كولو سره كابينې ته وړاندې كوي۔