اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي نګران خارجه وزیر جلیل عباس جیلانی تيره اوونۍ كښې د ملګرو ملتونو، اسلامی مرستې تنظیم او ??روپائي ائتلاف قیادت ته خطونه ليكلو كښې د هغوې پام د هند سپریم کو??ټ لخوا د جمو او کشمیر په اړه اوسنۍ غیرقانوني پرېكړې پلو راګرځولے۔د خارجه دفتري وياندي ممتاز زهرہ بلوچ د زيارت په ورځ پرېس بریفنګ كښې ووئيل خارجه وزير په دې خطونو كښې په دې خبره زور راوړے چې د نړيوال قانون له مخې د هېواد قانون سازي او ??دالتي پريكړې د ملكرو ملتونو سلامتی کونسل قراردادونو څخه تجاوز نه شي كولې او په نړيواله كچه د منلې شوې شخړېزې سيمې حیثیت نه شي بدلولے ۔و??اندي ووئيل خارجه وزير د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه كړې چې د جمو او كشمير شخړې په اړه په خپلو قراردادونو په بشپړه ډول عمل درآمد باوري كړي او په هند زور راوړي چې مقبوضه کشمیر كښې د بشري حقونو منظمې خلاف ورزۍ ختمي كړي او ?? هند په غیر قانونی توګه قبضه كښې جمو او کشمیر كښې د 5 اګست 2019 ټول غیر قانوني او يو اړخيزه اقدامات ب??رته واخلي۔وياندي ووئيل پاکستان به د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل قراردادونو له مخې د جمو او کشمیر منصفانه او ??مناكه حل لپاره د كشميريانو سیاسي ، سفارتي او ??خلاقی مرسته روان ساتي