اسلام آباد۔2دسمبر (اے پی پی) د بهرنيو چارو نګران وفاقي وزير وزير جليل عباس جيلاني وئيلي دي ??ې د ماحولياتي بدلون مسئلو په اړه د نړيوالې ورورلۍ غبرګون س??ه به د بشريت سباؤن ټاكل كېږي۔ د خارجه وزارت لخوا په خپور شوي بيان كښې وئيلي شوي ??ې دا خبره نګران وفاقي وزير د خالي په ورځ دوبۍ كښې د كوپ 28 په موقعه په موسمياتي بدلونونو د ګروپ 77 او چين په غونډه كښی د پاكستان نمائندګي كولو په مهال وكړه۔ خارجه وزير ووئيل د موسمياتي بدلون مسئلو حل كولو له د اقداماتو په لړ كښې د لوظونو ??مل?? كولو كښې تندي كولو له د ټولو هېوادونو كردار زيات مهم دے۔ ده ووئيل تېر كال د كوپ 27 په موقعه د ګرپ 77 او چين په غونډه كښې د پاكستان په چيئرمېن شپ كښې د موسمياتي بدلونونو د لاسه شويو زيانو له د فنډ جوړولو تاريخي ګام پورته كړے شو۔ د موسمياتي بدلونونو حوالې س??ه به د موافقت ٬ موزونيت ٬ موسمياتي مالياتو او د زيان په برخه كښې د ګروپ هدفونو ترلاسه كولو مونږ له يو موټې كېدل وي۔ خارجه وزير په درجه حرارت كښې د 1.5 سېنټي ګرېډ هدف روان سا??لو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل پرمختګ كړې هېوادونو له به د موسمياتي بدلونونو منفي اغېزې كمولو له پورته كېدونكو ګامونو كښې د لارښودنې كردار ترسره كول وي۔ خارجه وزير د موسمياتي بدلونو اغېزو مخنيو لپاره د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو د مالي مرستې او ماحولياتي موزونيت په حاجت هم زور راوړو۔