اسلام آباد۔2دسمبر(اے پی پی) نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ او د سوريه وزيراعظم حسېن آرنوس اسرائيل څخه د فلسطيني اولس په ضد د طاقت په وحشيانه توګه كارول بندولو ، د جنګ بندۍ باوري كولو ٬ د بشري خواخوږۍ په بنياد فلسطيني اولس لپاره د آسانيو برابرولو او د فلسطين مسئلې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې حل كولو له د ګ??مونو پورته كولو غوښتنه كړې ده۔ دواړو لارښودو دا غوښتنه د خالي په ورځ په دوبئی كښې د کوپ ۔28 ګول مېز کنفرنس په موقعه ملاقات كښې وكړه۔ په ملاقات كښې دواړو لارښودو د فلسطيني اولس په ضد د روان اسرائيلي تشدد جاج واخست او نړيوالې ورورلۍ څخه يۍ د صورتحال جدي نوټس اخستو غوښتنه وكړه۔ دواړو لارښودو د معيشت ٬ كلت??ر او سېلګرۍ په څانګو كښې همكارۍ ته د ودې وركولو عزم ښكاره كولو سره د ګډې وزارتي كمېشن بيا تشكيل كولو سره اتفاق وكړو۔ په ملاقات كښې د پاكستان او سوريه ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو جاج واخستې شو او د دواړو هېوادونو د مشرتابه او اولس ترمي??ځه همغږۍ ته وده وركولو له د دوه اړخيزه سياسي پلاويو تبادله كښې د زياتوالي په كولو موافقت وشو۔