اسلام آباد۔16نومبر(اے پی پی) د خزانې ٬ محصولات او اقتصادي چارو نګران وفاقي وزيرې ډاكټر شمشاد اختر وئيلي دي پاكستان په منطقه او آسيا كښې د يو ستر اقتصادي لوبغاړي په توګه د رامخې ته كېدو تقاضې ترسره كوي٬ د پی آئی اے د نجکاری عمل په فاسټ ټرېك كولو ل?? اقدامات ??ولې شي٬ خصوصي سرمايه كاري سهولت كونسل (اېس آئی اېف سی) جوړ كړے شوے۔ د زيارت په ورځ د نټ شيلز كنفرنس تراهتمام لاندې فيوچر سمټ ته خطاب كښې د خزانې وزيرې ووئيل آئی اېم اېف سره د سټاف كچ لوظنامې سره به معيشت مستحكمولو ل?? حكومتي مثبت هڅې لا پياوړې شي۔ د آئی اېم اېف او دوه اړخيزه همكارانو مرستې سره د معيشت يو وارې بيا مخ په وړاندې روانولو ل?? مرسته ترلاسه شوې ۔ دې ووئيل پاكستان په منطقه او آسيا كښې د يو ستر اقتصادي لوبغاړي په توګه د رامخې ته كېدو تقاضې ترسره كوي۔ دې ووئيل د نړيوال بانك د يو راپور له مخې تر كال 2047 زمونږ معيشت تر 2 ټريلين ډالر رسېدلے شي كوم چې دا مهال 350 ارب ډالر دے۔ دې ووئيل تېرو درېو لسيزو څخه د جی ډی پی په تناسب سره د ټېكسونو حجم 10 څخه تر 11 فیصد دے چې له امله يۍ په خساره قابو موندلو ل?? حكومت د قرضونو اخستلو ته اړتيا لري۔ دې ووئيل نګران حكومت د ټېكس په نظام كښې آټومېشن او جدت راوړي دغسې چې د ټېكس بنياد پراخه كړې ??ي او د حقيقي استعداد له مخې په محصولات ??ښې اضافه ممكمن شي۔ دې ووئيل په سركاري كاروباري ادارو كښې اصلاحات زمونږ په ترجيحات ??ښې شامل دي۔ دې ووئيل په سركاري كاروباري ادارو كښې د ګورننس اصلاحات عمل به روان ساتلے شي ٬ دې سره به كاروباري چاپېريال لا په زړه پورې شي٬ سرمايه كاري به زياته ??ي او د ملازمتونو موقعې به رامخې ته شي۔ دې ووئيل د پی آئی اے د نجکاری عمل په فاسټ ټرېك كولو ل?? اقدامات ??ولې شي٬ دغسې د ډسكوز نجكارۍ په اړه آئي اېم اېف سره خبرې روانې دي۔ دې ووئيل د سركاري كاروباري ادارو نجكارۍ لپاره ساورن وېلتھ فنډ فعالولو ل?? هم ګټور ګامونه پورته كولې شي۔ دې سره به د ګورنمنټ ټو ګورنمنټ په بنياد د كاروباري ادارو د نجكارۍ عمل تند شي۔دې ووئيل د برآمدي څانګې پرمختګ هم زمونږ د ترجيحاتو برخه ده۔ په برآمدات ??ښې د زياتوالي په لاره كښې ولاړ خنډان لرې كول ٬ د برآمدی سيمو زياتول او ټېكسټائل سره سره د نورو څانګو په برآمدات ??ښې اضافه كولو ل?? ګامونه پورته كولې شي۔ دې ووئيل مونږ تندۍ سره پرمختګ كونكي او ګټور معيشت ته اړتيا لرؤ كوم چې خپل لېبر فورس او په خاص توګه د هېواد زلمو ل?? د نورو معياري ملازمتونو رامخې ته كولو صلاحيت لري