لاهور۔5 نومبر(اے پی پی) د وزيراعظم خاص استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي په مشرۍ كښې د اتوار په ورځ د پاكستان علماﺀ كونسل مجلس شورې وعامله غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د شوری وعامله 2 سوه څخه زياتو غړو ګډون وكړو۔ په دې موقعه د پاكستان ٬ فلسطين او اسلامي نړۍ روانې وضعې په اړه اعلاميه جاري كړې شوه۔ په اعلاميه كښې وئيلې شوي دي چې په پاكستان كښې د ترهګرۍ په پېښو كښې دښمن قوتونه هند او ددې حواري ككړ دي٬ نړيوالې ورورولۍ له به د هندوستان د پرله پسې ترهګرۍ په ضد ګامونه پورته كول وي۔ د پاك پوځ امنيتي ادارو ځوانانو په ميانوالي پي اے اېف ايئر بېسن د ترهګرو بريد ناكامه كړو او دا يوه د وياړ وړ كارنامه ده۔ اعلاميه كښې ووئيلې شوو چې ټول اولس په هېواد كښې امن په ځايې كولو له د پاك پوځ او امنيتي ادارو ترڅنګ ولاړ دے۔ اعلاميه كښې ووئيلې شوو چې پاكستان علماﺀ كونسل د پېغام پاكستان بيانيې او فتوې بشپړ ملاتړ كوي۔ په اعلاميه كښې د فلسطين په صورتحال اندېښنه ښكاره كولو سره ووئيلې شوو چې د اسرائیل لخوا د روانو بمبارو دلاسه تر دې دمه 10 زره څخه زيات فلسطيني وګړي شهيد شوي په كومو كښې چې 3 زره څخه زيات ماشومان شامل دي۔ دغسې 20 زره څخه زيات ژوبل شوي دي۔ امريكا او لوئيديزو هېوادونو نه يوازې دا چې د اسرائيلي جارحيت ملاتړ وكړو بلكه هغوي هم د اسرائيل په جنګي جرمونو كښې شريك دي۔ په اعلاميه كښې ووئيلې شوو چې فلسطينې صورتحال ټولې اسلامي نړۍ لپاره يو امتحان دے٬ سعودي عربستان دې خپ?? د مشرۍ كردار ترسره كړي۔ دا مهال د او آئي سي مشري سعودي عربستان سره ده۔ د اسلامي نړۍ دې پلېټ فارم څخه دې فلسطيني صورتحال په اړه زړورې پرېكړې وكړې شي۔ ترکیہ ، بحرین او اردن اسرائيل سره سفارتي اړي??ې ختمې كړې كوم اسلامي هېوادونه چې اسرائيل سره سفارتي اړيكې لري هغوي دې هم ختمې كړي۔ د او آئی سی پلېټ فارم څخه دې ټولو يهودي مصنوعاتو څخه بائيكاټ اعلان كړے شي۔ اعلاميه د فلسطين په ملاتړ كولو د روسيه او چين مننه و كړې شوه۔ اعلاميه كښې ووئيلې شوو چې رياست پاكستان د فلسطين مسئلې سره په اړوند خپ?? اصولي موقف ټينګ ولاړ دے۔ په اعلاميه كښې ووئيلې شوو چې افغان زمونږ ورونړا دي ٬ پاكستان 40 كاله د دوئي خذمت كړې دې او بيا به يۍ هم كوي۔ ده ووئيل د پاكستان رياست او اولس حق دے چې خپ??ې خاورې څخه هغه غېر ملكي بهر كړي كوم چې قانوني دستاوېزات نه لري۔ په دې كار كښې ټول قام رياست سره ولاړ دے۔ اعلاميه كښې ووئيلې شوو چې د ځينې افغان لارښودو لخوا د پاكستان په اړه بيانونه د اف??وس وړ دي۔ افغان عبوری حکومت دې د دې نوټس واخلي۔ د پاكستان په ضد بې بنسټه تورونه او د دړكې رويه دې ختمه كړې شوي۔