پندۍ ۔17اکتوبر(اے پی پی) د پاك پو?? سرلښكر جنرل عاصم منېر په مشرۍ كښې كوركمانډر كنفرنس غزه كښې د اسرائيل لخوا د طاقت كارولو د لارې د بې ګناه عامو وګړو په ځاني زيان اندېښنه ښكاره كولو سره دا خبره په ډاګه كړې چې فلسطيني اولس ته د پاكستاني قام لخوا بشپړه سفارتي ٬ اخلاقي او سياسي ملاتړ ترلاسه دے ٬ د فلسطين مسئلې تر تلپاتي حل او د مسلمانانو په مقدس ځايونو د غېر قانوني قبضې تر ختمولو به د اصولي دريځ ملاتړ دوامداره ساتلے شي۔ د آئي اېس پی آر له مخې د پاك پو?? سرلښكر په مشرۍ كښې 260 م كوركمانډر كنفرنس د نهې په ورځ په جی ایچ کیو پېنډۍ كښې وشو۔ ګډون ??وؤنكو د ربيع الاول مقدسې مياشتې په مهال په مستونګ، هنګو او ژوب كښی شهيدو شوو لپاره فاتحه خواني وكړه۔ فورم د ترهګرۍ لعنت په ضد ?? جنګ كولو په مهال د هېواد دفاع لپاره د خپل ژوند قرباني وركوؤنكو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ګډون ??وؤنكو د دې عزم څرګندونه وكړه چې د پاكستان غېر مستحكمولو له د دښمن قواؤ په اشارو كار كوؤنكو ٬ او د دوي د سهولت كارو او د دوئ د ډاډګيرنې كوؤنكو په ضد ??ه پرله پسې عزم سره كاروائي كولې شي۔ فورم ته د روان جیو ا??ټرېټجک چاپېريال، قامي سلامتيا ته د پېښو چېلنجونو او د مخ په زياتېدونكي خطر په ځواب كښی د خپلې تګلارې په اړه بريفنګ وركړے شو۔ فورم د هر ډول مباشر او غېر مباشر خطرو په ضد ?? پاكستان د خپلواكۍ او د سيمه ايزې سلامتيا دفاع لپاره د پاك پو?? د عزم پخلے وكړو۔ ګډون ??وؤنكو د دې عزم څرګندونه وكړه چې د پاكستان حكومت به د معيشت بحالۍ لباره د ستراتيجيكي اقدامات بشپړ ملاتړ روان ساتي او د پاكستاني اولس مجموعي خېر ښېګړې له به هر ممكن مرسته كولې شي۔ فورم د غی?? قانونی معاشی هلو ځلو په ضد ?? روانو كارروائيو هم بشپړ جاج واغست۔ د پو?? سرلښكر ووئيل پاك پو?? به په ګرد هېواد كښې د غی?? قانونی معاشی هلو ځلو په ضد ??خته قانوني كارروائي كولو له د حكومت او قانون ??افذ كوؤنكو ا??ارو هر ممكنه مرسته كوي۔ فورم ووئيل د ذخيره اندوزۍ كوؤنكو ٬ قاچاق مافيا او کارټلز په ضد ??ه كارروائۍ لا قوي كولې شي چې ورسره به معاشي هلې ځلې منفي اغېز څخه خلاصې كړې شي۔ فورم په 1 نومبر 2023 په غېر قانوني توګه پاكستان كښې د پاتې كېدونو ټولو بهرنيو وګړو بېرته لېږلو حكومتي پرېكړې ملاتړ كولو عزم وكړو۔ د پو?? سرلښكر ټولو اړوندو وګړو ته د غېر قانوني بهرنيو وګړو په عزت سره او په محفوظ توګه بېرته لېږلو كښې د آسانيو وركولو هدايت وكړو۔ دغسې د پو?? سرلښكر د آپرېشنز په مهال د پیشه وره مهارت ډاډګيرنېاو اعلې معيار په ځاے ساتلو او د فارمېشنونو تربيې په مهال د غوره كاركردګۍ په ترسره كولو زور راوړو۔