اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) خارجه چارو لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټۍ غونډه د زيارت په و??ځ د فاروق اېچ نائيك په مشرۍ كښې د پارلمان په و??انۍ كښې شوې په دې موقع لنډمهاله خارجه ??زي?? جليل عباس جېلاني د بركس غړيتوب لپاره د پاكستان د هلو ځلو پحقله كمېټۍ ته بريفنګ وركړو۔ ده د بروكس په تاريخ او مقصدونو رڼا واچوله چې پكښې په دې ورستيو كښې سعودي عرب، يو اے اي، ارجنټائن، مصر او د ايتھوپيا غونډې هېوادونو ته غړيتوب وركړې شوې دې۔ ده ووئيل د بركس پراختيا د غ??و په اتفاق رائے منحصر ده٬ پاکستان د نړيوال مالياتي ډهانچې تشكيل نو او په ډالره انحصار ??مو??و لپاره د خپلو هدفونو په سبب په دې ګروپ كښې د شاملېدو د امكاناتو په فعاله توګه لټون كوي او خارجه و??ارت په بركس كښې د پاكستان د داخلے لاره هوارولو لپاره اړوند شراكتدارو سره د مشاورت عمل پېل كړے دے۔ په غونډه كښې د سېنېټرز لخوا د پاكستان د شموليت پحقله د هند لخوا د ممكنه ويټو په اړه د اندېښنو څرګندونه هم وكړه۔