اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) پاکستان يو ځل بيا د دې خبرې پخلے كړے دے چې پاکستان به د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير كشالې سپېځلې او سوله ايز حل لپاره د كشميريانو وروڼو خوېندو سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان س??تي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د جمعې په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل په 6م نومبر د پاكستان او په ??رده نړۍ كښې کشميريانو په جمو كښې په نومبر كال 1947 كښې د شوي قتل عام ځپلي ياد كړې٬ 76 كاله وراندې د هري سنګھ ډوګره پوځ چې ورته د هند انتها پسند راشټريه سويم سيوك سنګھ (آر اېس اېس) ملاتړ ترلاسه وو منصوبه بندۍ او منظم طريقې سرې ئې تقريبا ً د 2 لکه 37 زره مسلم??نا??و قتل عام وكړو۔ وياندې د دې قتل عام ځپلي يادولو سره دوي ته په ??ه ټكو پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې د دې اجتماعي وژنې د ذمه وارو د احتساب مطالبه كوٶ۔ دې ووئيل نړيوالې ورورولۍ له د دې ډول ظلمونو بيا د اجازې نه وركولو لوظ پكار دې۔ دې ووئيل هند له د خپلو نړيوالو ذمه وارو تعميل كولو سره د کشميريانو د حقونو او آزادۍ احترام كول پكار دې څوك چې د خپلواكۍ د ناقابل نتسيخ حق ترلاسه دے۔