اسلام آباد۔10اګست(اے پی پی) پاکستان علماء کونسل اپيل كړے دے چې په ګرد هېواد كښې دې د جمعې مباركې ورځې په خطبو كښې امامان صاحبان د اسلامي تعليماتو په رڼا كښې د غېر مسلمو حقونه بيانولو سره د پاكستان په آئين او قانون كښې د دوئي حقونو سره په اړوندو شقونو د عملدرآمد حوالې سره خبره وكړي۔ دا خبره د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي ٬ علامه عبدالحق مجاهد ٬ م??لا??ا محمد رفیق جامی ، م??لا??ا محمد شفیع قاسمی، م??لا??ا نعمان حاشر، علامه زبیر عابد، م??لا??ا اسد اللہ فاروق، علامه طاهر الحسن ، م??لا??ا قاسم قاسمی، م??لا??ا ابو بکر حمید صابری، م??لا??ا طاهر عقیل اعوان، م??لا??ا محمد اشفاق پتافی، م??لا??ا عزیز اکبر قاسمی، م??لا??ا محمد اسلم صدیقی او نور په خپل مشتركه بيان كښې وكړه۔ په ګران هېواد كښې ??رته چې بېل مكاتب فكر او مذهبونو سره تعلق لرونكي ژوند كوي او د اګست 11 مه نېټه پاكستان كښې د غېر مسلمو وسېدونكو ورځې په توګه لمانځلې شي نو ځكه په دې ورځ (د جمعې په ورځ) دې په ګرد هېواد كښې علماﺀ كرام د پاكستان علماﺀ كونسل په اپيل د قرآن او سنت تعليماتو په رڼا كښې د غېر مسلمو حقونه بيان كړي او اولس دې په دې اړه خبر كړي چې په پاكستان كښې ??وند كوؤنكي يو ډول وګړي دي ولې چې د پاكستان آئين او قانون د قرآن او سنت تابع دے او په اسلام كښې عزت او احترام يوازې هغو ته ترلاسه دے څوك چې زيات تقوی والا دے۔ پاك پروردګار قرآن كريم كښې خپل صفت د رب العالمين او زمونږ د آقا ٬ د انبياﺀ كرامو (علېهم السلام) د سردار حضرت محمد (ص) صفت رحمت اللعالمين بيان كړے دے۔ له دې كبله پاكستان او نړۍ كښې ??رته چې هم اقليتونه دي كه هغه په اسلامي هېوادونو كښې غېر مسلم دي او كه په غېر اسلامي هېوادونو كښې مسلمانان دي د هغوي د حقونو خيال ساتل د اكثريت ذمه واري ده۔