ملتان 13جولائی (اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې د پي ټي آئي حكومت څلور كاله برباد كړې٬ عمران نيازي 4 كاله لاس په لاس اچولو سره ناست و او د غلو ډاكوانو نعرې ووهلو سره ئې وخت برباد كړی دې۔ د زيارت په ورځ په ملتان كښې جوړېدونكې نشتر-II روغتون معائنې په مهال خبرو كښې وزيراعظم ووئې?? چې په كال 2018 كښې مسلم ليګ(ن)حكومت د دې پروژې باقاعده پرانسته كړی وه او ټول لوازمات يې بشپړ كړي وو٬ چا چې د ټاكنو نه پس عمران نيازي په اوږو كينښنولو سره اقتدار ته راوستلې وو هغوي له پكار وو چې د عمران نيازي ئې دا روغتون جوړ كړې وې دغسې چې د دړدمن انسانيت خذمت شوې وې خو د پي ټي آئي حكومت 4 كاله برباد كړی دي او دې روغتون لپاره ئې يوازې درې څلور ميلين روپۍ بېلې كړي كوم چې يو مذاق و۔ دا روغتون يوازې ځكه نظرانداز كړی و چې چرته مسلم ليګ (ن) او نواز شريف ته كرېډټ ترلاسه نه شي۔ وزيراعظم ووئي?? چې ماته وئېلي شوي دي چې د روغتون تعمير به تر 30 ستمبر بشپړ كړی شي۔ دا د اولسي خذمت پروژه ده۔ وزيراعظم د نګران وزيراعلٰی محسن نقوي او ضلعې انتظاميې افسرانو ته د دې پروژې بشپړولو لپاره شپه ورځپه هڅو كولو پیرزوينه وړاندې كړی۔ ده ووئي?? چې مسلم ليګ(ن) ته د حمزه شهباز په قيادت كښې د لږې مودې لپاره په پنجاب كښې د خذمت موقع ترلاسه خو چې څه هغه سره ش??ي هغه هم د تاريخ يوه برخه ده٬ په ماضي كښې زمونږ حكومتونه نه وې ختم شوې او عمران نيازي يې په اقتدار كښې نه و راوستلې نو پاكستان به د پرمختګ په لاره روان شوې ٬ هغه څلوره كاله عبس ناسته كړی او د غلو ډاكوانو نعرې يې وهلې۔ وزيرعظم ووئي?? چې ماته ووئيل شو چې د روغتون لپاره مشينري هم درآمد كړی شوې ده۔ ده په ملتان كښې د مېډيكل سټي جوړولو اعلا?? كولو سره وئېلي دي چې په دې اړه به د پروژې تفصيلي جائزه اخستلې شي۔ په دې موقع د اطلاعاتو ا?? خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب٬ د پنجاب ګورنر انجينئر بليغ الرحمان٬ د پنجاب نګران وزيراعلٰی محسن نق??ي هم موجود وو۔ د يادونې وړ ده چې په 500 بيډونو مشتمل دې روغتون څخه به د سوئېلي پنجاب لرې پرتې سيمو خلق مستفيد شي