اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې حكومت د انفارمېشن ټېكنالوجۍ٬ كركيلې٬ سولرآئزېشن او د ځوانانو پرمختګ ته خاص پام كوي٬ بجټ 2024 د حكومتي ترجيحات عكاسي كوي٬ د اقتص??دي خود انحصارۍ ترلاسه كول د حكومت بني??دي مقصد دے۔ د ګل په ورځ په خپل ټوېټ كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې پوهانو د بجټ 24-2023 د بېلو اړخونو په اړه خپلې رائے او تجزيه وړاندې كړې٬ په دې بجټ كښې د حكومت شرح نمو زياتولو په اړه تجويز كړی شوې خاص اقدامات به رامخې ته كول غواړم۔ ده ووئيل چې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ٬ كركيلې٬ په شمسي توان منتقلي٬ د ځوانانو پرمختګ او د نورو څانګو پرمختګ لپاره اقدامات ډېر د غور نه پس تجويز كړي او زمونږ مقصد ځوانانو كښ?? جدت طرازي٬ د كاروبار ډاډګيرنه كول٬ زراعت كښې پېداوار زياتول او زرعي صنعت كښې سرمايه كارۍ ته وده وركول دي۔ وزيراعظم ووئيل چې دې سره سره حكومت د توان ترلاسه كولو ارزان ذريعه او د لمر په توان منتقلۍ لپاره كار كوي٬ ارزان توان اقتص??دي پرمختګ او اولس ته د ريليف رسنې لپاره د اهميت وړ منصوبې دې۔ ده ووئيل چې د روس څخه د خام تيل ترلاسه كېدل هم د انرجي سيكورټي پلان برخه ده۔ وزيراعظم ووئيل چې د داخلي او نړيوال حالات په سبب د رامخې ته شوې خنډانو باوجود بجټ 24-2023 د دې صورتحال مخ نيوي او مخ په وړاندې تګ لاره ده۔ وزيراعظم ووئيل چې په داسۍ وضعه كښې كله چې معيشت بهرني صورتحال څخه ځپلې شوې٬ حكومت اقتص??دي خود انحصارۍ ته پام كوي۔