اسلام آباد۔8جون(اے پی پی) د وزيراعظم خاص ??رستيال عطا تارړ وئيلي دي چې عمران خان له به توشه خانه ?? القادر ټرسټ او د كرپشن په نورو كېسونو كښې ځواب وركول وي ٬ پي ټي آئي پرېښودونكي رياست سره ولاړ دي۔ ده د زيارت په ورځ اسلام آباد هائي كورټ څخه بهر خبريالانو سره خبرې كولې۔ د وزیراعظم خصوصي مرستيال عطا تارړ ووئيل نيازبين خان تاخير چالونه ??چلول٬ كه دې په زندان كښې وو نو په بلوچستان كښې به يو معزز وكيل وژلے شوے نه ??و٬ په دې كېس كښې د وژلي شوي وكيل ځوي عمران خان په اېف آئي آر كښې نامزد كړے دے۔ ده ووئيل كريمنل مائنډډ دا ګڼي چې د ده وجود د رياست نه زيات مهم دے خو دا د دو??ي تېروتنه ده۔ ده ووئيل په تېر سخت وخت كښې 5 كسانو مونږ پرېښودلې وو خو چې كله هغوي بېرته راغلل نو مونږ پراخا زړه سره هغوي ته ??ركلے ووے۔ ده ووئيل د جهانګير ترين ګروپ ډېر كسان مونږ سره دي او د كابينې برخه دي٬ په سباؤن كښې به هم دو??ي سره مخ په وړاندې ځؤ۔ د پاكستان مسلم ليګ نون لارښود محسن شاهنواز رانجھا ووئيل چې د عمران خان وكيل لخوا دا تاثر وركړے شوے دے چې 120 ورځې پس ګوشوارې چېك كېدې نه شي ٬ دا خبره سمه نه ده٬ مونږ سپيكر ته خپل رېفرنس وړاندے كړے په كوم چې سپيكر معامله الېكشن كمېشن ته ??لېږله ٬ په دې صورت كښې د 120 ورځو كوم بندېز نه ??اګو كېږي۔ ده ووئيل د الېكشن كمېشن د پرېكړې 10 مياشتو وروستو هم كېس وړاندې نه ځي٬ د دې په مقابله كښی د نواز شريف د كېسونو به روزانه سماعت كېدو٬ ټاكنو څخه وړاندې پرېكړه وكړې شوه ٬ دا خصوصي ټريټمنټ عقل څخه بهر دے۔