اسلام آباد۔16مئی(اے پی پی) د قومي روغتيا او خذماتو وزارت لخوا قومي اسمبلۍ ته وئيلې شوي دي چې د منكي پاكس و??ئر?? مخنيوي لپاره د روغتيا وزارت لخوا د بارډرز هېلتھ سر??سز په شمول ټولو ادارو ته د چمتو پاتې كېدو هدايت شوے٬ په پاكستان كښې د ??ې و??ئر?? مخنيوي په لړ كښې اېن او سي په روانه وضعه بشپړ نظر ساتي۔ د روغتيا پارليماني سېكترې ډاكټر شازيه ثوبيه د پام ګرځونې نوټس په ځواب كښې ووئيل په كال 2022 كښې د نړۍ په بېلو هېوادونو كښې د دې كېسونه زمونږ مخې ته راغلل۔ په پاكستان كښې سعودي عربستان ??خه د راغلې دوه مسافرو ټېسټ په 17 اپرېل 2023 وكړې شو په كومو كښې چې د يو ټسټ مثبت ثابت شو۔ ??ې ووئيل مونږ د روغتيا وزارت ټولو اړوندو ادارو ته هدايت كړے دے٬ اېن سي او سي هم په دې لړ كښې چمتو ده٬ په پاكستان كښې د پاك پروردګار په فضل ددې رنځ خپرېدو امكانات نه ښكاري۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ??ې ووئيل دا و??ئر?? د كورونا په څير خپرېږي٬ د دې دلاسه زياتره كمزورې قوت ??دافعت لرونكي او اميدوارې مېرمنې ځپلې كېږي۔ ??ې وئيل د و??ئر?? د خپرېدو امكاناتو په نظر د راتللو په صورت كښې به د وېكسين او آئسولېشن انتظام كولې شي