پېنډۍ ۔7مئی (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښکر جنرال سید عاصم منیر سره چينائي اسټېټ كونسلر ا?? خارجه وزير كن ګېنګ ملاقات وكړو په كوم كښې چې دواړو خواوو د ګډو امنیتي ننګونو په مؤثره توګه مقابلې لپاره د دفاع او امنیت په ب??خو کښې د موجوده همکارۍ په پراختیا موافقه وکړه۔ د آئي اېس پي آر لخوا د اتوار په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د سيمه ايز امنيت او دفاعي مرستې پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ د پوځ سرلښكر د چين او پاكستان ستراتيژيكو اړيكو په اړه د پاكستان عزم يو ځل بيا څرګند ??ړو?? ده د چين پاكستان اكنامك كورېډور منصوبې لپاره هم د بشپړه ملاتړ لوظ وكړو كومه چې د چين بېلټ اېنډ روډ انېشېټو يو مهم جز دے۔ ده په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د چين لخوا د پاكستان د بشپړه ملاتړ ستائنه وكړه۔ د چين د بهرنيو چارو وزير كن ګېنګ د وروڼو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله ستراتيژيکو ??ړيکو پر اهميت رڼا واچوله او د سي پيک په ب??خه کښې په شوي پېش رفت د اطمينان څرګندونه كولو سره يۍ د دې په وخت بشپړولو له يۍ د چين لوظ تكرار ??ړو?? ده سيمه ايز امن او استحكام په ځايۍ ساتلو له د پاكستان د هڅو ستائنه هم وكړه۔ دواړو لارښودو په منطقه كښې د امنيت په رامخې ته كېدونكې وضعه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د پاك پوځ سرلښكر په منطقه كښې امن او استحكام ته وده وركولو كښې د چين د كردار اعتراف و??ړو?? دواړو خواوو د ګډو امنیتي ننګونو په مؤثره توګه مقابلې لپاره د دفاع او امنیت په ب??خو کښې د موجوده همکارۍ په پراختیا موافقه وکړه۔ دواړو اړخونو د پاكستان او چين ملګرتيا لا پياوړې كولو له د خپل عزم پخلې هم و??ړو??