اسلام آباد۔19اپرېل(اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير عبد القادر پټېل وئيلي دي په سختو حالاتو كښې هم پوليو ختمول زمونږ لومړۍ ترجيح پاتې شوې ده ٬ د چېلنجونو ??او??ود مونږ د پوليو ختمولو عزم لرؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ په خپل يو بيان كښې وكړه۔ د روغتيا وزير ووئيل په يو شمېر ضلعو كښې د روغتيا خذماتو بنيادي اډانې ته سخت زيان رسېدلے دے او د زرګونو په شمېر كسان په معاشي توګه ځپلې شوي دي چې ورسره د كال 2022 سېلاب څخه وروستو زمونږ د سماجي تحفظ تګلاره سخت فشار سره مخ شوې ده۔ دا مهال مونږ د بحالۍ په كارونو كښې بوخت يؤ خو د دې سختو حالاتو ??او??ود مونږ پوليو ختمولو څخه پام بل پلو نه دے ګرځولے ولې چې د پاكستان ماشومان د ګردې نړ?? د ??اشومانو په څير د يو صحتمند ژوند حق لري۔ د روغتيا وفاقي وزير ووئيل د نړيوالې ورورل?? د ??راخه مرستې مننه كوؤ۔ د?? ووئيل پاكستان د پوليو وائرس په ضد مبارزه كوي۔ د ډونرز لخوا كاميابو وېكسين مهمونو لپاره فنډنګ كښې مرسته لازمي ده دغسې چې كاميابۍ سره دا مهمونه وچلولې شي او خپل مطلوبه هدف ترلاسه كړې شوو۔