اسلام آباد۔11اپرېل(اے پی پی) صدر مم??کت ډاکټر عارف علوی یوټېلټی سټورز کارپورېشن ته د وفات شوي ملازم ځوي ته د ملازمت وركولو هدايت كولو سره وئيلي دي چې يوټېلټي سټورز كارپورېشن دې د وفات شوي ملازم ځوے د وزيراعظم د مرستې پېكج لاندې تعينات كړي۔ د ایوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مم??کت د رضوان اللہ (شکایت كوؤنكي) لخوا دائر كړې خواست منظور كړو۔ صدر مم??کت ووئيل د رضوان اللہ پلار (بختاور شاہ) د كارپورېشن ملازم وو ٬ په كال 2009ﺀ كښې د سروس په مهال په حق ورسېد۔ شکایت كوؤنكي د وفات شوي ملازمينو د بچو په كوټه تعينات كېدو له درخواست وړاندې كړو خو هېڅ ي?? په لاس رانغلل۔ ۔ ده وفاقي محتسب سره تماس ونيولو چا چې د ده درخواست مسترد كړو۔ محتسب په خپله پرېكړه كښې ووئيل چې د درخواست كوؤنكي پلار په كال 2009 كښې په حق رسېدلے او ادارې پېكج په كال 2012 كښې پېل كړے۔ وروستو رضوان الله صدر مم??كت ته د محتسب په ضد درخواست وركړو كوم چې قبول كړے شو۔ صدر مم??كت ووئيل ادارې په جولائي 2012 كښې په پېكج كار كول پېل كړو خو دا واضحه نه ده چې پېكج يۍ د 2006 وكارولو يا كوم بل پېكج۔ صدر مم??كت ووئيل د ا??ټې??لشمنټ ډویژن له مخې د سرکاری ملازمینو بچي په سول پوسټونو ابتدائی تقررۍ لپاره د عمر د حد له مخې کنټرېکټ نوکرۍ له درخواست وركولے شي۔ وفاقي محتسب مهم اړخونو ته پام نه دے ګرځولے٬ د هغه احكامات مسترد كولے شي۔ صدر مم??کت هدايت وكړو چې یوټېلېټی سټورز کارپورېشن دې د شكايت كوؤنكي د وزيراعظم د مرستې پېكج لاندې زر ??ر زره تقررۍ له كارروائي وكړي۔