اسلام آباد 04 اپرېل(اے پی پی)د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئېلي دي د ذوالفقار علي بهټو د قتل څخه د نواز شريف پانامه كيس كښې تر نااهلۍ د دې هېواد عدالتي تاريخ د ناانصافو څخه ډك دے ٬د سپريم كورټ څخه استدعا ده چې د ??نت??ار او تصادم څخه بچ كېدو لپاره د پنجاب اسمبلۍ 25 غړو د نااهلۍ پشمول په دوو صوبو كښې د ټول ټاكنو په جاره سماعت لپاره فل كورټ جوړ كړي۔د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق ووئېل د بدقسمتۍ څخه د پاكستان عدالتي تاريخ د انصافو څخه ډك دے ٬په دې هېواد كښې د بهټو عدالتي قتل شوے ٬يوسف رضا ګېلاني په غېر قانوني او غېر آئيني توګه نااهل ګرځولے شوے او دلته د پانامه بينچ په نامه يوه ډرامه وليدلې شوه او د بليك لاﺀ ډكشنري په نامه پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف نااهل كړے شو ۔ده ووئيل د عد??يې بحالۍ په تحريك كښې د عد??يې په رومانس كښې مونږ ډېر مخ په وړاندې وتلې يو حالانكه هغه مهال پيپلز پا??ټي مونږ ته وئېل چې لږ ??نت??ار وكړئ٬كله چې نواز شريف د ماډل ټاؤن خخه د لانګ مارچ مشرۍ كولو سره راوتلو٬زمونږ كوم ذاتي مفاد نه ؤ ٬مونږ د عد??يې بحالۍ له راوتې وو ٬ ده ووئېل نواز شريف ته هغه مهال د بهر هېواد څخه دوه كالونه كولو كښې ووئېل شول چا تاته خطره ده٬بهر مه وځه خو ه??ه خپل ځان او د ملګرو ځانونه په خطره كښې اچولو سره د آزاد او غېر جانبداره عد??يې لپاره بهر راوتلو ٬ده ووئېل موږ او زمونږ مشرانو د عد??يې بحالۍ لپاره زندانونه تېر كړي خو د دې نتيجه د پانامه كيس په صورت راوتلې چرته چې د عمران خان د سهولت كارو په وېنا دا لوبه وكړې شوه ٬جاوېد هاشمي مونږ ته ډېره موده وړاندې وئېلي وو چې دا ځل به دا جج او جرنيل په ګډه تاسو اوباسي او د دې نه پس به يره خپره شي دا هر څه وشول۔ده ووئيل بايد دا لړۍ ختمه شوې وه خو دغسې ونشوه