دوحه ۔6مارچ(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د قطر ??وه ورځنۍ دورې له بشپړولو وروستو هېواد ته راستون شوے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د خپلې دوه ورځنۍ دورې په مهال د كم پرمختګ كړې هېوادونو كنفرنس په 5 مه غونډه كښې ګډون وكړو۔ هغه د قطر ??مير لخوا په كنفرنس كښې د ګډون كوؤنكو مشرانو لارښودو او وزيراعظمانو په درناوي كښې وركړې شوې استقباليه كښې ګډون وكړو۔ وزيراعظم د ګل په ورځ د كنفرنس غونډې ته خطاب هم وكړو۔ په دې موقعه وزيراعظم شبهاز شريف د قطر ??مير شېخ تميم بن حمد آل ??اني سره ملاقات وكړ په كوم كښې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د سرمايه كارۍ او په بېلو څانګو كښې همكارۍ ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د قطر ??رمايه كارۍ بورډ ٬ قطر ??نوېسټمنټ اتھاري سي اي او منصور ابراهيم المحمود هم وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پاكستان معيشت په يو شمېر څانګو كښې د سرمايه كارۍ په بېلو وړاندېزونو شوي پېشرفت د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات په مهال پاكستان كښې د توان او بنيادي اډانې په څانګو كښې د سرمايه كارۍ په موقعو هم رڼا واچولې شوه۔