اسلام آباد27جنوری(اے پی پی)وزيراع??م محمد شهباز شريف سره پاكستان كښې د قطر سفير شېخ سعود بن عبدالرحمان الثاني د جمعې په ورځ ملاقات كړے۔د وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د قطر سفير وزيراعظم ته د قطر امير د نيكو خاص پیغام ورسولو۔وزيراع??م محمد شهباز شريف د تاريخ كامياب ترين فيفا ورلډ كپ په كوربتوب قطر ته مباركي وركړې او د ورلډ كپ په مهال په فول پروف امنيت ئې د پاكستان د امنيتي ځواكونو مهم كردار وستائېلو۔د دواړو هېوادونو ترمينځه د اوږدې مودې او د ورورولۍ اړيكو ذكر كولو سره وزيراعظم دا اړيكې په كوټلې اقتصدي شراكتدارۍ د بدلولو په اهميت هم زور راوړے۔وزيراعظم دوه اړخيزه مرسته لا پراخا كولو او متنوع جوړولو لپاره د كار كولو خپل عزم پخلي كولو سره په دې لړ كښې د تجارت٬سرمايه كار٬توان په څانګو او د افرادي ??وت په اهميت رڼا اچولې ۔قطر په خليجي منطقه كښې د پاكستانيانو يو لويه آبادي لرونكے هېواد دے۔د پاكستان او قطر اړيكې په شريكه عقيده او اقدار?? اډانه ??ي۔??واړه هېوادونه په دوه اړخيزه او د شريك?? خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو مرسته لري