شرم الشېخ 16نومبر(اے پی پی)د منصوبه بندۍ او پر??ختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د پاكستان اوسني سېلاب نړۍ بېداره كړی٬ ماحولياتي بدلون او نړيوال حدت زياتېدو يو ځل بيا نړۍ په مهمه ايجنډا راجمع كولو سره بحث پیل كړے ٬د موسمياتي بدلون په اړه به مېډيا٬لوكل ګورنمنټ٬تعليمي نظام ا?? د ??ميونټۍ سسټم له مخې د خبرتيا كمپائن چلوو ۔يوې غېر ملكي خپرونې ادارې سره د شورو په ورځ په خپله مركه كښې وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل په شرم الشېخ كښې د كوپ-27 كنفرنس په موقع ګډون كوونك?? د ??اكستان پويلين دوره وكړه ا?? د ??ووالي څرګندونه يې هم وكړه۔په كنفرنس كښې ګډون كوونكو په نړيواله كچه د داسې فنډ جوړولو په حاجت زور راوړو چې ورسره د پاكستان پشان پر??ختګ كوونكي هېوادونه د موسمي زيان مخ نيوي لپاره د خپل صلاحيت كارولو لپاره مرسته تر لاسه شي۔وفاقي وزير ووئيل زما دلته د راتللو مقصد د اوسني سېلاب له امله پاكستان ته رسېدلے زيان رامخې ته كول وو او دا هم وئېل وو چې زمونږ سره د بحالۍ٬آبادولو او د تعمير نو منصوبه شته۔ده ووئيل حكومت يوو لس كلنه منصوبه لري كومه به چې د ډونرز كنفر??س څخه وړاندې پبلك ك??لې هم شي چې له مخې به يې پاكستان په سباؤن كښې د آفتونو څخه بچ كېدو لپاره انفراسټركچر٬كميونټي سسټم او اداره جاتي اصلاحات كښې بدلون راولي او پر??ختګ به كوي۔دې سره به افتونو كښې لږ نه لږ زيان كېږي۔ده ووئيل د مرستې ترسيل كښې سپيځلتيا تر نظره ساتلو سره وزيراعظم شهباز شريف د سېلاب ځپليو مرستې په اړه ډيش بورډ جوړ كړے ؤ كوم چې اولس ته وړاندې كړے شوے ۔دغسې د سپيځلتيا لپاره به تهرډ پارټي آډت كولې شي٬د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل كله چې د نيم نه زيات هېواد سېلاب كښې ډوب شو نو هغه وخت عمران خان بايد د سياسي جلسو په ځاے د اولس مرسته كړی وه ۔