اسلام آباد۔14نومبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي تش د نامې “حقیقي آزادۍ” څېره په ډاګه شوې ده٬ عمران خان د خپلو سیاسي ګټو لپاره جدي لوبه وکړه، قومي سلامتيا يۍ خطر سره مخ كړه ٬ د پاكستان د خارجه اړيكو تباه كولو هڅه يۍ وكړه ٬ اوس وائي د امريكې سازش سره اړونده خبره ختمه ٬ نن د “امپورټد” او “رجيم چېنج” د دروغو بيانيې څخه لاس په سر شو۔ عمران خان په دې كار نه كېږي ٬ تاسو له به ځواب وركول وي۔ د ګل په ورځ د پخوا??ي وزيراعظم عمران خان فنانشل ټائمز سره په شوې مركه خپل غبرګون كښې وفاقي وزيرې عمران خان مخاطب كولو س??ه ووئي?? عمران خان! د امريكائي سازش بيانيه شا ته كولو س??ه به خبره نه ختمېږي ٬ تا له به ځواب وركول وي۔ د كومې بيانيې په بنياد چې تا په هېواد كښې اړې ګړې او دروغ خپور كړل له هغې څخه يوازې لاس په سر كېدل كافي نه دي۔ دې ووئيل پارليمان ٬ پاك پوځ او ادارې غدارې وګرځولې شوې ٬ خبره يوازې دې سره نه ختمېږي چې ” it’s behind me and it’s over ” دا ما شاته كړي او دا خبره اوس ختمه ده۔ داسې نه كېږي عمران خان ! داسې نه كېږي۔ دې ووئي?? عمران خان د امريكائي سازش ٬ امپورټډ حكومت او رجيم چېنج بيانيه شا ته ځكه كړه چې داسې كله شوې نه دي۔ دې ووئي?? عمران خان نن د امپورټډ حكومت او رجيم چېنج بيانيې څخه لاس په سر شوې۔ نن د تش د نامې حقيقي آزادۍ څېره په ډاګه شوې ده۔ دې ووئي?? عمران خان د اقتدار لپاره د پاكستان خارجه اړيكې سختو خطرو س??ه مخ كړې۔ د اقتدار په حرص كښې يۍ هېواد او ملت په داؤ ولګولو۔ قوم ته دروغ ښودلو څخه وروستو اوس وائي د امريكائي سازش خبره ختمه ده۔ سپريم كورټ كښې يۍ اپيلونه كول او اوس وائي د امريكائي سازش خبره ختمه۔ دې ووئي?? عمران خان خپلو دروغو س??ه نه يوازې دا چې قومي سلامتيا خطر سره مخ كړې بلكه د خارجه اړيكو تباه كولو هڅه يۍ هم كړې۔ دې زياته كړه چې عمران خان د خپلو سياسي ګټو لپاره د هېواد ګټو س??ه جدي لوبې وكړی۔