اسلام آباد۔26 اکتوبر(اے پی پی) د ماحولياتي بدلونونو وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمان وئيلي دي چې عمران خان د لانګ م??رچ نه بلكې لاهور څخه تر ا??لام آباد د شارټ م??رچ اعلان كړے دے٬ كه د دوئي عمران بچ كړۍ تحريك دومره مقبول دے نو بيا دې د پيپلز ګوند په څير كراچۍ نه تر ا??لام آباد ??انګ م??رچ وكړي٬ ټول ټاكنې به د آئين له مخې په خپل وخت كېږي۔ د شورؤ په ورځ په خپل يو بيان كښې دې ووئيل ما تحريك انصاف ته چېلنج وركړے چې هغه د پيپلز ګوند په شان لانګ م??رچ كولے نه شي٬ د دوئي شارټ م??رچ جي ټي روډ څخه پېل كېږي او په جي ټي روډ ختمېږي۔ دې ووئيل عمران خان ته معلومه ده چې خلك د اړي ګړي د سياست برخه جوړېدل نه غواړي٬ د مئي په 25 مه او د اكتوبر په 21 مه نېټه خلقو بهر نه راوتلو سره د تحريك انصاف د اړي ګړي كال مسترد كړو٬ دا ځل به هم دې ناكامۍ سره مخ شي۔ شيري رحمان ووئيل په سندھ او بلوچستان كښې اوس هم 2.6 ملین خلك بېړنۍ مرستې ته سترګې په لاره دي٬ د لكھونو په شمېر په كېمپونو كښې پاتې كېږي٬ په دې صورتحال كښې دوئي د لانګ م??رچ د لارې هېواد ??ښې د ټاكنو غوښتنه كوي۔