اسلام آباد12اکتوبر(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د پ??كس??ان او هنګري ترمينځه دوه اړخيزه تجارت 50 ملين ډالر څخه 150 ملين ډالر ته رسولو ته اړتيا ده دغسې چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت٬كاروبار او سرمايه كارۍ بشپړ امكانات وكارولې شي۔د ايوان صدر پرېس ونګ له اړخه جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت دا خبره په هنګري كښې د پ??كس??ان نومولي سفير آصف حسېن ميمن سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ ده سره په ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ده د هنګري او پ??كس??ان نجي څانګو ترمينځه زراعت٬روبوټكس٬انفارمېشن ټېكنالوجي٬واټر منيجمنټ او د فصلونو پیداوار له د ښه تخمونو جوړولو پشمول په بېلو څانګو كښې شريكو پروژو لپاره د رابطو پیدا كولو په حاجت زور راوړولو سره ووئيل د هنګري سره د مرستې پراخه امكانات شته۔صدر ووئېل د هنګري د اړخه د پ??كس??ان زده كوونكو له وركړې شوو وظيفو استعمالولو ته اړتيا ده۔ ده ووئېل د هنګري د اړخه د پ??كس??ان زده كوونكو لپاره د 200 ??كالرشپس ايوارډ 400 ته د رسولو امكان دے بايد دې څخه استفاده وكړی شي