اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وزير سينيټر محمد اسحاق ډار لخوا معرفي كړو غوره اقتصادي پاليسو خواږه ??ام??ې ته شوي او د اوسنو بارانونو او سېلاب له امله معيشت ته د ر??ېدلي زيان باوجود په تېرو دوو اوونيو كښې د پاكستان كرنسۍ د امريكا ډالر په مقابل كښئ د نړۍ د غوره كرنسۍ اعزاز ترلاسه كړے ۔ د ګل په ورځ د كاروباري اوونۍ په پېل كښې د روپۍ په قدر كښې د اضافې رجحان روان ٶ او د ډالر په مقابل كښې د روپۍ په قدر كښې 1.96 روپۍ اضافه وشوه او د دې نه پس د ډالر قدر د 219.92 نه 217.96 روبو ته راغلو۔ د خزانې وزير اسحاق ډار هېواد ته د ر??ستنېدو سره سم د پاکستان كرنسۍ په قدر كښې د اضافې رجحان ??ام??ې ته شوے ٶ، پاکستان ته د ر??تګ نه پس اسحاق ډار ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل د پاكستان كرنسي انډر وېليو ساتلې شوې ۔ ده د روپۍ قدر د ډالر په مقابل كښې د 200 نه لاندې ساتلو لپاره د اقدامات كولو د عزم پخلے كړے۔ اسحاق ډار دې مقصد لپاره چې كومه طريقه اختيار كړې ٬ د كرنسۍ په ماركيټ كښې ئې بهتر نتيجې ??ام??ې ته شوې، د دې په نتيجه كښې د پاكستان كرنسې په ستمبر مياشت اخر كښې د نړۍ درېمه كمزورې كرنسي وه ٬ خو په اتلسو ورځو كښې د نړۍ بهترين كرنسي جوړه شوه ٬ په تېره اوونۍ كښې د پاكستانۍ روپۍ قدر كښې 3.9 فيصده اضافه شوې٬ د عارف حبيب لمېټډ پېشنګوئې او اندازه له مخئ په يو مياشت كښې دننه به د ډالر بيعه 200 روپو خوا او شا ته راشي٬ د پاکستان سټاک ايکسچينج کارکردګي هم پرله پسې په ښه كېدو ده او د ګل په ورځ د كاروباري اوونۍ په پائ كښې كے اېس اي 100 ا??ډېكس په 420825.25 پوائنټس بند شوے