xاسلام آباد۔5اک??وبر(اے پی پی) صدر مملكت ډاکټر عارف علوي د وحشیانه جرمونو د تورونو له ثابتېدو وروسته د اعدام په سزا د محکوم شویو پنځو کسانو د رحم اپیل مسترد كړو۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د شورؤ په ورځ د جاري كړ?? شوي بيان له مخې صدر ممل??ت د محمد شعبان ولد محمد انوار د رحم اپيل مستردر كړې٬ محد شعبان ته درې كلنې كوچنۍ سره د زياتي كولو او د هغې د وژولو په ج??م كښې د مرګ سزا اورول?? شوې وه۔ د محمد عمران ولد فقير محمد د رحم اپيل هم مسترد كړے شو۔ ده د كورونۍ جھګړې نه وروستو خپله كورودانې او دوه لوريانې په ټوكه وژلې وې۔ دغسې صدر ممل??ت د محمد افضل ولد محمد اصغر علي اپيل هم مسترد كړو۔ محمد افضل ته د خپل مور پلار او د 6 وروڼو خوېندو په شمول د خپلې كورنۍ د 8 كسانو په وژلو د مرګ سزا اورول?? شوې وه۔ صدر ډاكټر عارف علوي د محمد اكبر او محمد اصغر ولد محمد اكرم د رحم اپيل هم مسترد كړو۔ دوئي دوه كسان د معمولي جھګړې نه وروستو وژلې وو۔ صدر د آئین د آرټیکل 45 لاندې د دوئي اپيلونه مسترد كړي دي۔ د آئين د آرټيكل 45 لاندې صدر ممل??ت د كوم هم عدالت ٬ ټرېبونل يا كومې بلې اتھارټۍ لخوا وركړ?? شوې سزاګانې معاف كولې ٬ معطل كولې يا د دې د ختمولو اختيار لري