اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهباز شریف د پاکستان او بر??انيې ترمينځه په قوي شراكتدارۍ زور راوړلو سره وئيلي دي دوه اړخيزه تجارت، سرمایه کاري، سلامتیا، دفاع،كلتور او په اولسي كچه رابطو ته پراختيا وركولو له خوښي لرو۔ د دې خيال??تو څرګندونه ده د بر??انيې لیبر پارټۍ ډپټي لیډر دی رائټ آنر ایبل اینجلا رینر سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د نهي په ورځ ده سره د هاؤس آف لارډز غړي لارډ واجد خان سره ملاقات كولو ۔ د بر??انيې لیبر بارټۍ ډپټي ليډر پاکستان كښې په اوسني سيلاب كښې په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څر??ندونه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان په نړيوال کاربن اخراج كښې د يو فيصد څخه هم د كمې بر??ې لرلو باوجود ماحولیاتی بدلون كښې تر ټولو زي??تو ځپليو هېوادونو كښې يو دے۔ دغسې وزیراعظ په 16.5 ملیونه پاؤنډ انسانی مرسته د بر??انيې حکومت مننه وكړه۔ د پاکستان او بر??انيې ترمينځه د شراکت دارۍ زياتولو په حاجت زور راوړلو سره وزيراعظم تجارت، سرمایه کارۍ، سلامتیا، دفاع، كلتور او د اولسي رابطو پشمول په ګڼو څانګو كښې مرستي زياتولو له د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔ده د دواړه هېوادونو اولسونو ترمينحه نزدې اړيكو له د 1.6 ملیونه پاکستانیانو د مثبت کردار خصوصی حواله وركړه۔ لارډ واجد خان وزیراعظم ته ووئيل بر??انيه كښې مېشته پاکستانیان د سیلاب ځپليو لپاره مرسته او بحالۍ له هڅي كوي۔ دغسې د بر??انيې پلاوي وزیراعظم له د سیلاب ځپليو مرستي لپاره د مرستي باور وركړو۔