اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د پاك ??ضا??يه مشر ائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو په خاص امر پي اے اېف بېسز او ريجنل كمانډ د ريليف او بحالۍ په كارونو كښې برخه اخلي٬ د پاك ??ضا??يه اېمرجنسي رېسپانس ډلې س??ل انتظاميې سره د خېبر پښتونخوا٬ سندھ ٬ بلوچستان او سوئيلي پنجاب په سېلاب ځ??لې سيمو كښې د بحالۍ او مرستې كاروائيو پشمول د ډينګي نه د بچ كېدو په كمپائن كښې خپل كردار ترسره كړې دې۔ د پاك ??ضا??يه وياند له مخې ادارې سېلاب ځپليو لپاره 4853 خېمې، 416221 فوډ پيكجز، 3203.67 ټن راشن او 242,824 لېټر د څښلو اوبه وركړې دي او د دې نه علاوه د پاك فضايې 45 ميډيكل كېمپس كښې تر اوسه د 58 زره 353 رنځورانو درملنې شوې دي او 19 زره 807 كسانو لپاره ټېنټ او 54 ريليف كېمپس هم جوړ كړې شوې دي٬ دې سره سره پاك ??ضا??يې د 257 پروازونو د لارې په سېلاب ځ??لې سيمو كښې 1521 كسان رېسكيو كولو سره محفوظ ځايونو ته رسولي دي