اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي پنجاب او خېبرپښتونخوا ډوبېږي او عمران خان تقسيم او اړے ګړے غواړي٬عمران خ??ن كه څلور كاله معيشت نه ؤ تباه كړے او آئي اېم اېف سره يې لوظ نامه نه وه كړې نو ګراني او بې روزګاري به نه وه۔د جمعې په ورځ د عمران خان د بيان په غبرګون كښې وفاقي وزيرې ووئيل اولس د يو فارن ايجنټ٬سازشي٬دروغجن او د غل نه خبر شوے۔د قام شعور تاسو د پارليمان نه بهر كړې يې۔هغې ووئيل قام شعور لري ځكه د عمران خ??ن كرپټ او د دروغو حكومت ختم شوے۔په هېواد ??ښې سېلاب دے او فارن ايجنټ د خپل”زه”نه نه خلاصېږي۔هغې ووئيل كه عمران خان 20 زره اربه تاريخي قرض نه ؤ اخستے نو نن به بې روزګاري نه وه٬عمران خان د خپلې څېرې سنګارولو لپاره د امريكائي لابي فرم خ??مت ترلاسه كړي۔