پېنډۍ 20 اګست (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي ??ې پاك آرمي په سخت او د ازم??ښت په وخت كښې سېلاب ځپلې آبادۍ سره ولاړه ده او د مر??تې هلې ځلې به د قامي ذمه وارۍ په توګه ترسره كوي، په دې لړ كښې د ټېلي فون د لارې سرلښكر د بلوچستان کور کمانډر ته د سېلاب په مهال رېسكيو او ريليف عملياتو كښې د صوبائي حكومت د مر??تې امر كړے دے۔ د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر د بلوچستان کور کمانډر ته د سېلاب صورتحال نه د خبر ساتلو او سول انتطاميې سره په هنګامي بنيادونو د رېسكيو٬ ريليف او بحالۍ هلو ځلو كښې د صوبائي انتظاميې مر??تې لپاره د ټولو اقداماتو كولو امر وكړو، بلوچستان كښې غېر معمولي بارانونو تباه خپره كړې ده۔ ده ووئيل انساني ژوند او مواصلاتي بنيادي ??هانچے ته په خاص توګه زيان رسېدلے دے۔ ده امرو كړٶ چې د ځپلې آبادۍ مر??تې لپاره دې د پوځ وسائل وكارولې شي او اهم مواصلاتي ډهانچه دې بحال كړې شي ځكه چې پاك آرمي د ازم??ښت په دې سخت وخت كښې سېلاب ځپلې آبادۍ سره ولاړ دے او مر??تې كارونه به د قامي ذمه وارۍ په توګه ترسره كوي