اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) د ريلوے او هوا بازۍ وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي ممنوعه فنډنګ ثابتيدو نه پس به اوس د قانون او آئين له مخې کارروائي لپاره مشاورت كولې شي، بلوچستان كښې په فلډ ريليف كښې د بوختو پوځي افسرانو په چورلكه پېښه كښې شهادت يو?? الميه ده۔د شورو په ورځ پرېس انفارميشن ډيپارټمنټ كښې پرېس کنفرنس ته خواجه سعد رفيق ووئيل بلوچستان كښې فلډ ريليف كښې د بوختو پوځي افسرانو شهادت يو?? الميه ده، د پاك پوځ ځوانانو عمر له د هېواد دفاع او د قدرتي آفتونو په مهال خپل ځان مشكل سره په مخ كولو د اولس مرسته كړې ، ده ووئېل د كوئټي کورکمانډر او نورو افسرانو شهادت لويه الميه ده،شهيدان ژوندي وي ، لوي څښتن دې شهيدانو له لوړې درجې وركړي او غمجنو كورنيو له دې د زغم توفيق وركړي، مونږ د هغوي د كورنيو په غم كښې برابر شريك يو، پاکستان ريلويز د سيلاب ځپليو مرستي لپاره ريليف کيمپ جوړ كړے او مونږ وګړو ته اپيل كوو چې كوم هم سامان ځپليو ته رسول غواړي مونږ ته دې راورسولے شي ، مونږ به دغه سامان ځپليو ته ورسوو۔ ده ووئېل ريلوے افسرانو پريكړه كړې چې د ګريډ۔ 17 څخه پورته افسران به د يوې ورځې تنخاه سيلاب ځپليو له وركوي۔اين جي او ز ته هم وايم چې هغوې سامان لېږل غواړي نو مونږ په دې لړ كښې هر ممکن مرسته كوو۔وفاقي وزير ووئيل لاهور كښې زمونږ د پخواني اميدوار نذير چو??ان د نيولو غندنه كوو۔هيله لرو چې عدالتونه به هغه له انصاف وركړي او ډير زر به خوشے كړے شي۔ده ووئيل د لانګ مارچ ګډون كوونكو په هېواد كښې فساد غوښتلو ٬ دې لپاره هغه نيولے شوي وؤ۔هغوي د نذير چو??ان سره سمول سم نه دي۔ وفاقي وزير ووئيل عمران خ??ن د خپلې خرابۍ تور په مخالفين لګول غواړي او دا وخت ثابته كړې۔ ده ووئېل عمران خ??ن د مخالفينو په ضد داسې الفاظ استعمالول غواړي كوم چې يو عزت لرونكے كس نه استعمالوي۔ عمران خ??ن عمر له آئين شکني کړې ۔ ده ووئېل سپيکر او ډپټي سپيکر د آئين ماتولو سره هم د عمران خ??ن سره ولاړ وو ۔ عدالتونو هم د هغوي په ضد پريكړه كړې خو بيا هم خفه نه دي۔ عمران خ??ن څلور كاله حکومت كښې څه كړې ، ټولو ته معلومه ده۔ ده ووئېل كوم هم لوي پراجيکټ نه دې پيل شوے۔ قرض څومره زيات شوے او معيشت تباه شوے۔اوس تور لګوي چې معيشت چپه كېږي دا هر څه هغوي كړي۔ خواجه سعدرفيق ووئيل تحريك عدم اعتماد يو?? آئيني تګلاره ده، په دې كښې هم ابهام راپيدا کړے شوے اوځينې غړي نااهله شوي چې له امله ئې پنجاب كښې د پرويز الهٰي حکومت جوړ شوے ۔ ده ووئېل د ممنوعه فنډنګ ثابتيدو نه پس به اوس په پرېكړھ د قانون او آئين له مخې عملدرآمد کولې شي او په دې مشاورت روان دے