اسلام آباد01 اګست (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل د كوچنۍ درجے سوداګرو مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كولو هدايت كړې۔ ده دا هدايات د ګل په ورځ د ظفر اقبال په مشرۍ كښې د چيمبرز آف سمال ټرېډرز اينډ سمال انډسټري پلاوي سره د ملاقات په مهال وركړي۔ د وزيراعظم د تجارت او صنعت كوآرډينېټر رانا احسن افضل٬د وزيراعظم د اقتصاديات كوآرډېنيټر اظهر كياني٬د اېف بي آر چيئرمېن او نور سينئر ??فس??انو په غونډه كښې ګډون وكړو۔ د پلاوي مشر ظفر اقبال د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل د هېواد په معشيت كښې د چيمبرز آف سمال ټرېډرز اينډ سمال انډستري كردار او د اهميت په اړه خبر كړو۔ده هغه رامخې ته شويو مسئلو په خاص توګه سيلز ټې??س او ريفنډز او د برېښنا په بلونو د ټې??س نفاذ په اړه د ستونزو څخ?? خبر كړو۔د خزانې وزير د معيشت په پرمختګ كښې د څانګې كردار وستائېلو۔پلاوي تحفظات په جامع توګه واورېدل او د دې په حل يې د خزانې وزير مننه وكړه۔په غونډه كښې د چيمبرز آف سمال ټرېډرز اينډ سمال انډسټري ټول هېواد څخ?? استازو ګډون وكړو