اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهب??ز شريف وئيلي دي د پي ټ?? آئي په حکومت كښې د توان نه تر بنيادي ډھانچې په هره منصوبه كښې د تاخير په سبب لوئې زيان شوے،په دې مجرمانه بې غورۍ د انکوائري امر شوے ، د بلوچستان پسماندګي به په سوكالۍ بدلولې شي او دا زمونږ شريكه ذمه واري او زما مشن دے۔د شورو په ورځ خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل نن د ??وې غونډې په مهال ما د ??وا??ر بريك واټر پراجيکټ كښې د مجرمانه غفلت د پلټنو امر كړے ۔ده ووئيل په دې ډير خفه شوم چې د پي ټ?? آئي حکومت د 445 مليونه ډالره ګرانټ، 484 مليونه ډالره سهولتي قرض او د فزيبلټي موجودګۍ باوجود دا منصوبه نظر انداز کړې ۔ده ووئيل د پي ټ?? آئي حکومت د توان نه تر بنيادي ډھانچه په هره منصوبه كښې په تاخير كولو د قام لوي زيان كړے ۔ وزيراعظم محمد شهب??ز شريف ووئيل اوس د پريزنټيشنز وخت ختم شوے او د ټاكنو وخت پيل شوے ۔ده ووئيل ??وا??ر د سي پيك برخي په حېث نه يواځي د بنيادي ډھانچې پرمختګ په اړه مهم دے بلكه د دې سياسي ، اقتصادي او تزويراتي اهميت هم زيات دے۔ده ووئيل د بلوچستان پسماندګي په سوكالۍ بدلول زمونږ شريكه ذمه واري او زما وژن دے۔