اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) وز??راعظم شهباز شريف په قومي پالېسو ك??ې د اولس ګډون لپاره د ” انووېشن هب ” پرانسته كولو سره وئيلي دي چې په ټولو محكمو او وزارتونو كښې به يو سېل جوړوو چې پكښې به تكړه او صلاحيت لرونكي ځوانان شاملولې شي او د هغوي جديد آئيډياز به په قومي پالېسې سازې كښې شاملولې شي. د جمعې په ورځ وز??راعظم شهباز شريف بټن وهلو سره د انووېشن هب پرانسته وكړه. وز??راعظم د ګډون كوونكو هركلې كولو سره ووئيل چې دا يو انقلابي پروګرام دے. زمومږ په ټولنه كښې په پالېسې سازې ك??ې د ماهرينو كمې دے، د دې پروګرام مقصد تكړه او قابل پاكستانيان د پالېسې لازمي برخه جوړول دي. ده ووئيل چې د جديد علومو، تحقيق او تجربې په اوسني وخت كښې ډېر قدر دے. دا خليج پوره كولو لپاره دا پروګرام پېل كړے شوے. وز??راعظم ووئيل چې هغه به په ذاتي توګه دا پروګرام په ډاګه كوي او د قوم د تكړه ځوانانو به ډاډګېرنه كولې شي. وز??راعظم ووئيل چې په دې پروګرام كښې به د مشرانو د تجويزونو او آئيډياز هم هركلې كولې شي او په دې به عمل كولې شي. په دې موقع د وز??راعظم د ستراتېژيكي اصلاحاتو مشر سلمان صوفي ووئيل چې د وز??راعظم د پبلك پالېسې اقداماتو سره به ستونزې حل شي، په دې لړ ك??ې د وز??راعظم په احكاماتو انووېشن هب جوړولې شي. ده ووئيل چې د پروګرام آئيډياز به وز??راعظم ته وړاندې كولې شي او په دې به انعام وركولې شي.