اسلام آباد 15 جون (اے پي پي) داطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب راډيو پاكستان (پېنډۍ) كښې د سلګونو په شمېر د قېتمي اونو د پرېكولو نوټس اخستو سره وئيلي دي چې د ذمه وارو تعين كولو سره به د قانون له مخې كاروائي كولې شي، د بلين ټري سونامي ادعا كوٶنكو په دور كښې زړې او قېتمي اونې څنګه وهلې شوې دي٬ حقائق به قام ته وړاندې كوٶ۔ د شورو په ورځ خپل يو بيان كښې دې ووئيل بلين ټري سونامي د راډيو پاکستان ونې وخوړلې، د بلين ټري کرپشن سونامي ??خه ?? راډيو پاکستان د اونو وهلو ثبوت برآمد شوې٬ په ظاهره ښكاري چې دا ټوله كاروائي د مجاز اتهارټۍ د منظورۍ نه غېر عملي كړې شوې ده٬ وفاقي وزيرې اړوند چارواكو څخه په سمدستي توګه د معاملې رپورټ طلب كړې دې۔ وفاقي وزيرې د اطلاعاتو سېكترې ته د اړوند قائمه كمېټۍ په غونډه كښې د بشپړه منټس او د راډيو پاکست??ن تحقيقاتي رپورټ وړاندې كولو امر كړې دې۔ دې ووئيل وفاق او د پنجاب د ماحولياتي تحفظ اېجنسۍ او د پېنډۍ كنټونم??ټ بورډ هم په اعتماد كښې نه دې اخستې شوې٬ د اونو قسمونه٬ د دوې ژونداو د دې د ماركيټ بيعې تعين لپاره د پوهانو مرسته نه ده ترلاسه شوې، د آم، كيكر (شيشم)، شهتوت، ريټھا او د شاه بلوط پشمول د 600 نه د زياتو اونو پرېكول سنګينه معامله ده، د ذمه دارو په ضد به سخته كاروائي كولې شي