اسلام آباد 14 جون (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير ډاكټر مفتاح اسماعيل وئېلي دي چې په كال 2018 كښې په قرضونو د سود د ادائيګۍ بل 1499 ارب روپۍ و٬راتلونكي كال به په پرمختيائي پروژو 800 ارب روپۍ خرڅ كولې شي٬سږ كال 1100 ارب روپۍ سبسډي پاور وزارت ته وركړې شوې٬زمونږ د بلنګ او پريكړه سازۍ نظام ډېر زوړ شوې٬تېر كال د برېښنا ??ې كومه بيعه زياتېدونكې وه د هغې اوس نوټيفيكېشن راغلے دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ قامي بجټ كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل چې تېر ??كو??ت رېكارډ قرضې اخستلې٬ په كال 2013 كښې 500 ارب روپۍ ګردشي قرضه وه٬د ګاز څانګې ګردشي قرضه 1500 ارب روپۍ ته رسېدلې٬د توان په څانګه كښې ګردشي قرضه 2500 ارب روپۍ ده۔ده وئيل چې راتلونكي كال په قرضونو د سود ادائيګي 4 زره ارب روپۍ خرڅ كېږي۔ده ووئيل چې بجټ ستائېلې شوې دې په دې د اولس مننه كوم٬د خرچې دوه لويې مد دي چې پكښې وړومبې ډېټ سروسنګ دې٬ د قرضونو ادائيګي د هېواد تر ټولو لويه مسئله ده٬پي ټي آئي په خپل دور كښې 79 فيصد قرضه اخستې