اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د جون په وروستې اونۍ كښې د معمول نه د زياتو بارانونو په پېشنګوئې د فوري اقداماتو كولو هدايت كولو سره اړوند وزارتون?? او محكمو ته د صوبې او ضلعي انتظاميې الرټ كولو هدايت كړے. د اتوار په ورځ د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم هدايت كړے چې د موسمياتو محكمې پېشنګوئي په نظر كښې ساتلو سره دې پېش بندي وكړې شي. وزيراعظم ووئيل چې په لاندې سيم?? او زياتو بارانونو سره په مخ كېدونكو سيمو ك??ې دې د اوس ن?? انتظامات باوري كړے شي. ده ووئيل چې پېشګي حفاظتي انتظامات او د مرستې ساز و سامان شتون لپاره دې په وخت اقدامات وكړل شي. ده د وفاق او صوبو په شركت د جامع حكمت عملې تيارولو هدايت وكړو. وزيراعظم په زرعي سيمو د فصلون?? او څاروو حفاظت او د زيان نه بچ كېدو لپاره د تدابيرو كولو هدايت كولو سره ووئيل چې خطر سره د مخ كېدونكو سيم?? اوسېدونكي دې په وخت خبر كړے شي. محفوظ ځايونو ته منتقلي دې باوري كړې شي، د نكاس اب، نال?? او د اوبو د لارو صفائي دې باوري كړې شي او د سپرې انتظامات دې وكړل شي.