انقره 01 جون (اے پي پي) د پا??ستان او تركيې ترمېنځه د تفاهم په اوو بېلا بېلو يادښتونو لاسليك وشو. وزيراعظم شهباز شريف او ترك صدر رجب طيب اردوان هم په دې موقع موجود وو. د شورو ??ه ورځ د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د تركيې پرېذېډنسي اف سټرېټېجي اېنډ بجټ او د پا??ستان د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ اتهارټۍ ترمېنځه د تفاهم په يادښت لاسليك شوے. د تركيې او پا??ستاني حكومت ترمېنځه د نالج شيئرنګ ??روګرام په فرېم ورك لاسليك شوے. د تركيې د ټرانسپورټ او انفراسټركچر او د پا??ستان د مواصلاتو وزارت ترمېنځه د هائي وے انجينئرنګ ??ه اړه د تفاهم يادښت لاسليك شوے. د تركيې او پا??ستان ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت او معاشي اړيكو ودې په اړه د شريك وزارتګي بيان په اړه د تفاهم يادښت، د تركيې او پا??ستان د خزانې وزارت ترمېنځه د فني مرستې د پروټوكول د تفاهم يادښت، د تركيې د خزانې وزارت او د پا??ستان د اقتصادي چارو ??زارت ترمېنځه د قرض انتظام په اړه د مرستې په پروټوكول، د كورونو په څانګو كښې مرستې لپاره د تركيې د ماحولياتو، شهري پرمختګ او د موسمياتي بدلون وزارت د نوي پا??ستان هاٶسنګ اتهارټۍ ترمېنځه د تفاهم ياښتونه لاسليك شوي دي.د پا??ستان لخوا خارجه وزير بلاول بهټو زرداري او د تجارت وزير نويد قمر او د تركيې لخوا د ټرانسپورټ وزير په لوظنامو لاسليك وكړو.